د لاس رسي وړ اتصالات

د مزارشریف ښار کې چاودنې اووه کسان وژلي شپږ ټپیان دي


په بلخ ولایت کې د نننۍ چاودنې سیمه
په بلخ ولایت کې د نننۍ چاودنې سیمه

په بلخ کې د طالبانو امنیتي مسؤلین وايي، په مزارشریف ښار کې د یوې چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن د سې شنبې په سهار ۷:۰۰ د ډسمبر شپږمه (لېندۍ ۱۵) د مزارشریف ښار د دریمې ناحیې اړوند د «سید اباد» په څلور لارې کې رامنځته شوې ده.

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد اصف وزیري د پيښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې د دغه چاودنې هدف د حیرتان بندر د ملکي کار کوونکو د عملې (۵۸۰) ډوله بس و.

وزیري زیاته کړه: "چاودنه د حیرتان بندر د نفتي موادو د کار کوونکو پر موټر چې له کورونو څخه د دندې په لور تلل شوې ده... اوس چې موږ له روغتون څخه معلومات تر لاسه کړل، بدبختانه اووه تنه په دغه پېښه کې وژل شوي چې هغوی د نفتي موادو کار کوونکي دي."

په بلخ کې د طالبانو د پولیسو ویاند همدارنګه وویل چې ټول ټپي شوي کسان روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.

د نوموړي په وینا دغه چاودنه له سیمې څخه د نفتي موادو کار کوونکو د عملې موټر د تېرېدو پرمهال په یوې «کراچۍ» کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

دغه چاودنه د مزارشریف ښار په یوې له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې رامنځته شوې چې د ځاني زیان ترڅنګ ویل کیږي چې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د محمد طاهر په نوم یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل چې دغه چاودنه پر داسې مهال رامنځته شوې چې د حیرتان بندر د نفتي موادو کار کوونکو د عملې موټر د سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

هغه زیاته کړه چې د چاودنې له امله په سیمه کې د زیاتو دوکانونو او درملتونونو هندارې ماتې شوي او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

طالب چارواکو ویلي چې سیمې ته د هغوی امنیتي سرتیري رسېدلي او د چاودنې په اړه یې څېړنې پیل کړي دی.

تر دا مهاله په بلخ ولایت کې د نننۍ چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې د کابل ترڅنګ، په کندز، بلخ هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې پر جوماتونو او ښوونځیو او د طالبانو حکومت د ځینو ادارو د عملې پر موټرو د بریدونو مسؤلیت د داعش ـ خراسان څانګې اخیستی دی.

که څه هم طالبانو پر افغانستان تر خپل حاکمیت وروسته په ټول هیواد کې د امنیت ډاډ ورکړی، خو کله ناکله د هیواد په شمېر ولایتونو کې مرګونې چاودنې رامنځته شوي دي.

د تیرې نومبر میاشتې پر ۳۰مه د سمنګان ولایت په یوې دیني مدرسې کې د چاودنې له امله د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د معلوماتو په اساس په دغه چاودنه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي و.

همدارنګه د تیرې جمعې په ورځ په کابل ښار کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار دفتر ته نژدې د «ایمان» په نوم جومات باندې د وسله والو کسانو په برید کې د یو تن د وژل کېدو او دوو تنو نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شو.

په همدې ورځ د کابل ښار په په کارته پروان سیمه کې د پاکستان پر سفارت ډزو کې هم د دغه سفارت د یوه امنیتي ساتوونکي د ټپي کېدو راپور ورکړل شو. د طالبانو حکومت تیره ورځ وویل چې پر دغه سفارت د تیرې جمعې ورځې بریدګر یو بهرنی تبعه چې د داعش ډلې غړی دی نیولی دی.

XS
SM
MD
LG