د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې ماین چاودنې درې تنه وژلي ۱۴ ټپیان دي


لغمان کې د نننۍ چاودنې سیمه
لغمان کې د نننۍ چاودنې سیمه

د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، د چسپکي ماین چاودنې په دغه ولایت کې درې کسان وژلي او څوارلس یې ټپیان کړي دي.

د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزي د اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۳) امریکا غږ ته وویل چې نن سهار نهه بجې مهترلام ښار عصمت چوک کې د پولیسو د استخباراتو پر موټر چسپکي ماین چاودنه کړې ده.

نوموړی وايي چې دغه پېښه کې درې ملکیان وژل شوي او د پولیسو د یو افسر په ګډون څوارلس کسان زخمیان شوي دي.

د لغمان عامې روغتیا رئیس ډاکټر صمد علي امریکا غږ ته وویل چې له دغې پېښې څوارلس ټپیان روغتون ته وړل شوي چې یو یې پولیس او نور ټول عام وګړي دي چې د دریو کسانو روغتیايي حالت نازک دی.

د پېښې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل چې په رنجر کې یو کس ناست و او هغه هم ټپي شوی دی، خو چاودنه د لاسي کراچیو او ګڼې ګوڼې په منځ کې شوې ده ځکه یې ډېره مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوښتې ده.

تر اوسه د دغې پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په تېرو څو ورځو کې په لغمان کې څلورمه چاودنه ده چې رامنځته کیږي.

تېره اونۍ د لغمان والي پر موټریز کاروان موټر بم برید کې ۸ تنه ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول، تر هغه وروسته د یاد ولایت د ولایتي شورا رئیس د سړک غاړې ماین چاودنه کې له څلورو نورو کسانو ټپي شو او وروسته د دولت شاه ولسوالۍ سید شریف پاچا له خپلو دری نورو ساتونکو سره د سړک غاړې ماین چاودنه کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG