د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې هره ورځ ۹ ماشومان مړه یا ټپیان کېږي– راپور


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونسیف" د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې، چې نن د سه شنبې په ورځ (لیندۍ ۲۶ مه) یې خپور کړی ویلي، چې په افغانستان کې هره ورځ په جګړو کې په اوسط ډول شاوخوا نهه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د یونسف لخوا په یو خپور شوي راپور کې راغلي چې د افغانستان په ۴۰ کلنې جګړې کې تر اوسه هیڅ یوې ښکیلې غاړې د ماشومانو خوندیتوب ته پام نه دی کړی او په دغه جګړه کې ګن شمیر ماشومان قرباني شوي دي.

دغه راپور چې "افغانسان کې د هیلو د خوندي کولو" تر نوم لاندې خپور شوی، ښيي چې ۲۰۱۹ میلادي کال ماشومانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

راپور وایي چې په ۲۰۱۹ کال کې په اوسط ډول ۹ ماشومان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي چې دا شمیره د تیر کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

"یونسیف" وايي، دغې ادارې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پر ښوونځیو، روغتونونو او کار کوونکو باندې ۱۶۲ بریدونه تائید کړي دي. همداشان " یونسیف" ویلي، چې ۴۴ نورې داسې پیښې یې هم ثبت کړي، چې د وسله والو ډلو د اقداماتو له امله یې بشري مرستې خلکو ته نه دي رسیدلي.

د یونسف د راپور ځینې موندنې
د یونسف د راپور ځینې موندنې

ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې مشرې هینریتا فور په دې راپور کې ویلي" افغان ماشومان، د هغوی کورنۍ او کلیوال هره ورځ د دغې وحشتناکو جګړو له پایلو کړیږي".

میرمن فور ویلي، چې همدا ماشومان بیا په همدې حالت کې وده مومي، ښوونځیو ته ځي، کسب او کار زده کوي او خپلو ځانونو لپاره راتلونکي جوړوي. د ملګروملتونو د ماشومانو د ادارې دغې چارواکې ویلي باید د دغو ماشومانو لاس نیوی وشي.

  • ځانمرګي او هوايي بریدونه

یونیسف په دغه راپور کې ځانمرګي بریدونه او د ناچاودیدلي توکي د ماشومانو د مرګ ژوبلې په لوړ شمیر کې یو مهم فکتور ګڼلی او ویلي دي، چې د ۲۰۱۹میلادي کال په لومړیو نهه میاشتو کې ځانمرګي بریدونه او د د ناچاودیدلو توکو چاودنو تر ۴۲ فیصدو پورې د ملکي وګړو د تلفاتو سبب شوي دي.

د یونسیف راپور وايي" په دغسې یوه پیښه کې د اګست په میاشت کې د کابل د ودونو په یو تالار کې یو ځانمرګي په برید کې ۱۵ ماشومان او ۷۶ ښځي او سړي ووژل، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ځمکني عملیات د ماشومانو د تلفاتو لوی عامل وو".

یونیسف وايي، د افغان حکومت او د حکومت د ملاتړو ځواکونو له خوا تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې هوايي بریدونه د ۲۳۶ تنو د وژل کیدو او په همدې شمیر د نورو د ټپي کیدو سبب شوي دي. یوازې په ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر په ۲۷ مه په هلمند کې په یو کور په یو هوايي برید کې د لسو ماشومانو په ګډون ۲۳ ملکي وګړي ووژل شو.

  • ماشومانو ته خطرناک ځای

۲۰۱۹ میلادي کال د افغانستان د معیارونو له مخې یو خونړی کال وو.

د ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د روان۲۰۱۹ میلادي کال د جولای څخه د سپټمبر میاشتې پورېد دریو میاشتو موده کې تر ټولو زیات ملکي تلفات پیښ شوي دي، چې ۲۰۱۸ میلادي کال له دې هم خونړی وو.

تیر کال ۹۲۷ ماشومان په وسله والو نښتو کې وژل شوي او ۲۱۳۵ نور ژوبل شوي وو. یونسیف د راپور له مخې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې تیرکال په اتو ولایتونو کې د ملکي تلفاتو کچه ۵۰ فیصده د تیرکال پرتله زیات شوې ده، چې ترټولو زیاته مرګ ژوبله په پایتخت کابل کې پیښه شوې وه. په دغو ولایتونو کې ننګرهار، پکتیا، غزني، هلمند، کندهار او فراه هم شامل دي.

یوه افغانه مور روغتون کې له خپل ټپي ماشوم سره
یوه افغانه مور روغتون کې له خپل ټپي ماشوم سره

یونسیف په دغه راپور کې ناچاودیدلي توکي د ماشومانو د مرګ ژوبلې په برخه کې د یو بل عامل په توګه یاد کړي او ویلي دي، چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د آپریل په میاشت کې په لغمان ولایت کې د ناجاودیدلو توکو په چاودنه کې اوه ماشومان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي وو. یونسیف د دغو توکو له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه یوازې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې تر ۷۷ فیصدو پورې ثبت کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په دغه راپور کې د جنګ جګړو او نورو عواملو له امله کورنیو بې ځایه شوو ماشومانو ستونزو او د بې ځایه کیدو پر اغیزو، لوږې او د دغو عواملو اغیزې د ماشومانو په ښوونه او روزنه هم په تفصیل یادې کړي او ویلي دي، چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د راپور له مخې په کلیوالو سیمو کې تر ۴۷ فیصدو پورې ماشومان، چې عمرونه يې ښوونځیو ته د تللو عمر سره برابر دي له ښوونځیو بهر دي.

همداشان په ښاري سمیو کې له هرو پنځه ماشومانو یو یې ښوونځي ته نه ځي. یونسیف وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د اوو کلنو څخه تر اولس کلنو پورې۲.۲ میلیونه انجونې په ښوونځیو کې شاملې وې.

په دغه راپور کې د ماشومانو د روغتیا په مسئلو هم خبرې شوي، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي او هم د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ ناروغۍ یادونه شوې ده.

یونیسف ویلي، چې اوس مهال د افغانستان ۹۶ فیصده خاوره د پولیو د ویرس د اغیزو څخه پاکه شوې او دا ناروغي یوازې په ۴ فیصده خاوره کې د ماشومانو ژوند ګواښي.

همداشان یونسیف د ماشومانو د خوارځواکۍ ستونزې په اړه ویلي، چې تر ۶۰۰ زرو پورې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومان د خوارځواکۍ له ناروغۍ کړیږي، چې په عمومي ډول ۲ میلیونه ماشومان په افغانستان کې د مزمیني خوارځواکۍ څخه کړیږي.

همداشان یونسیف وايي په هرو لسو ماشومانو کې څلور یې د قد د ټيټوالي د ستونزې سره مخ دي او په هرو لسو ماشومانو کې یو یې د وزن د کمیدو له ستونزې کړیږي.

یونسیف په دغه راپور کې د څښلو پاکو اوبو ته د لاس رسي مسئله هم په تفصیل یاده کړې او ویلي دي، چې یوازې ۶۴ فیصده افغانان د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی لري.

ګڼ افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
ګڼ افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

یونسیف په افغانستان کې د جګړې دوام ته په کتنې د ټولو ښکیلو غاړو د افغان ماشومانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې او د ښکیلو غاړو یې غوښتي، چې ماشومانو ته د زده کړو روغتیا، پاکو اوبو او حفظ الصحې ته د لاس رسي د برابرولو په برخه کې کار وکړي.

اړوند

XS
SM
MD
LG