د لاس رسي وړ اتصالات

ماین چاودنې د لغمان د الینګار امنیه قوماندان وواژه


د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ کې ماین چاودنې د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان عارف او د هغه دوه ساتونکي وژلي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د سې شنبې په ورځ د «غوايي پر ۱۷مه» امریکا غږ ته وویل چې چاودنه نن پاوکم یولس بجې د الینګار ولسوالۍ مسکین اباد سیمه کې شوې ده، امنیه قوماندان او ورسره پولیس پلي روان وو چې ماین پرې چاودنه کړې ده.

نوموړی وايي :"په خامه سړک د ښخ شوي ماین چاودنې د الینګار امنیه قوماندان عارف سادات او د هغه دوه ساتونکي وژلي دي او درې پولس زخمیان دي."

دولتزی زیاتوي چې ټپیان روغتون ته رسول شوي او تر عملیاتو لاندې دي.

د الینګار ولسوالۍ یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې په پېښه کې د امنیه قوماندان سربېره پنځه پولیس وژل شوي دي.

تر اوسه ددغې چاودنې مسولیت کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې نه دی منلې، خو د الینګار په ‌‌‌‌‌‌ډېرو سیمو کې وسله وال طالبان حاکم دي.

XS
SM
MD
LG