د لاس رسي وړ اتصالات

د سمنګان یوې 'دیني مدرسې' کې چاودنې لسګونه کسان وژلي او ژوبل کړي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د سمنګان ولایت مرکز 'ایبک' کې په یوې دیني مدرسې کې د چاودنې له امله ۱۰ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن چهارشنبه نومبر ۳۰ (لېندۍ نهمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاده چاودنه نن په دغې مدرسه کې د ماسپښین لمانځه په مهال شوې ده.

ښاغلي ټکور ویلي چې د پيښې قربانیان د مدرسې زده کوونکي دي.

نوموړي زیاته کړې: "نن ماسپښین دسمنګان ولایت مرکز ایبک ښار کې په یوه دیني مدرسه کې چاودنه رامنځته شوې ده چې ، له امله یې شاوخوا ۱۰ تنه زده کونکې په شهادت رسېدلي او شمېر هم زخمیان دي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د پيښې په اړه د دوی څېړنې پيل شوي دي.

ویل کیږي چې دغه چاودنه په مرکز ایبک کې د 'الجهادیه' په نوم مدرسه کې شوې ده. خو تر اوسه یې د نوعیت په اړه معلومات نه دي شریک شوي.

بلخوا د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس امداد الله مهاجر امریکا غږ ته وویل چې په دغه چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

تر دا مهاله د یادې چاودنې مسؤلیت کومي وسله والې ډلې نه دی منلی.

بلخوا ځینو سرچینو ویلي چې د چاودنې له ځایه لسګونه ټپیان د سمنګان روغتونونو ته انتقال شوي دي چې په خبره یې کېدایشي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي.

XS
SM
MD
LG