د لاس رسي وړ اتصالات

کاپیسا کې ماین چاودنې شپږ ملکیان وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د یاد خبر په تائید سره ویلي، چې دغه پېښه پرون ناوخته د نجراب ولسوالۍ په باعزخیل افغانیه سیمه کې رامنځته شوې ده.

نصرت رحیمي ویلي، چې په وژل شوو کسانو کې، دوه هلکان، دوې ښځې او دوې نجونې شاملې دي.

نوموړي ویلي، چې دغه ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې یاد کسان د دوی لخوا نه بلکې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د توغول شوي هاوان مرمۍ لګېدو له امله وژل شوي دي.

افغان ملکي وګړو ته تازه تلفات پر داسې مهال رسیږي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» ویلي، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۳۸۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اوچا همدارنګه ویلي، چې یوازې په تېر ۲۰۱۸ کال کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۹۲۷ افغان ماشومان وژل شوي و.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې همدارنګه زیاته کړې، چې په افغانستان کې په ۲۰۰۹ کال کې د یوناما د فعالیت له پیل څخه بیا تر دا مهاله د ثبت شوو شمېرو له مخې تر دا مهاله لس زره افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG