د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د واده پر مراسمو د برید مسولیت داعش په غاړه واخیست


په کابل کې د واده پر مراسمو د تیرې شپې د برید مسولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی. په دغه برید کې ۶۳ کسان ووژل شول او ۱۸۲ نور ټپیان دي.

داعش ډلې په یوه پیغام کې ویلي چې د دوی یوه پاکستاني جنګیالي چې نوم یې محمد عاصم الباکستاني ښودل شوی، د شعیه ګانو یوه غونډه په نښه کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د «شهر دبی» په نوم د واده صالون کې چاودنه د «زمري میاشتې پر۲۶مه» د شپې لس بجې او ۴۰ دقیقې شوې ده.

په تیر یوه کال کې د طالبانو او داعش بریدونه

کابل، د ۲۰۱۹ اګست ۱۷: د واده پر مراسمو د داعش برید کې ۶۳ وژل شوي او ۱۸۲ ټپيان دي

کابل، ۲۰۱۹ اګست ۷: پر شپږمې حوزې د طالبانو په برید کې ۱۴ وژل شوي او ۱۴۰ ټپیان دي

هرات، جولای ۳۱: ۳۲ وژل شوي او ۱۷ ټپیان دي

کابل، ۲۰۱۹ جولای ۲۸: ۲۰ وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي

کابل، ۲۰۱۸ نومبر: ۵۰ وژل شوي او ۹۰ ټپیان دي

ننګرهار، ۲۰۱۸ سپټمبر ۱۱: ۶۸ وژل شوي او ۱۶۵ ټپیان دي

کابل، ۲۰۱۸ اګست ۱۵: پر موعود روزنیز مرکز د داعش برید ۳۴ وژل شوي او ۵۶ ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي امریکا غږ ته وویل، چې یوه ځانمرګي کس د واده په روانو مراسمو کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

نوموړي ویلي، چې په وژل شوو او ټپیانو کې د ښځو او ماشومان په ګډون ټول ملکي وګړي شامل دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دغه چاودنه غندلې او د پېښې په اړه د تحقیقاتو ترڅنګ یې، عاملینو ته د کلکي سزا ورکولو ژمنه کړې ده.

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپل ټوېټر د یادې پېښې په غندلو سره دغه برید یو «وحشیانه» عمل بللی دی.

په دغه پېښه کې د نجیب الله په نوم د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې یو موټر چلوونکی هم وژل شوی دی.چې وروسته یې خانمې د خپل خاوند د مرګ د خبر په اورېدو سره د زړه حملې له امله ساه ورکړې ده.

د وژل شوي نجیب الله ورور امریکا غږ ته وویل، چې ورور یې ۳۲ کلن او او پنځه ماشومان یې لرل چې دوه یې هلکان او درې نجونې دي.

د یادونې وړ ده چې د تېر ۱۳۹۷ کال د لړم میاشتې پر ۳۰مه نېټه هم په کابل ښار کې د «اورانوس» په نوم د ودونو هوټل کې، د مېلاد نبي د مراسمو پرمهال چاودنې څه باندې ۵۰ دیني عالمان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د دغه برید مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

غبرګونونه

د واده پر مراسمو خونړۍ پیښې د نړیوالو او افغان چارواکو سخت غبرگونونه راوپارولي دي.

که څه هم برید طالبانو هم غندلی دی، خو افغان ولسمشر محمد غني وايي طالبان د برید په غندلو سره ځانته برائت ورکولای نه شي، ځکه پخپله ترهګرو ته د فعالیت زمینې برابرونکي دي.

ښاغلی غني وايي"طالبان د ملکي تلفات اصلي لامل دی،زموږ خلک به هیڅکله ددغې پردۍ ډلې جنایتونه هیر نه کړي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) په کابل کې د تیرې شپې برید غندلی او وايي چې دا یو قصدي عمل وو چې پکې ملکیان وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وايي "په قصدي ډول د ملکیانو په نښه کول یو جنایت او د ژورې اندیښنې وړ مسله ده، چې د ترهګرۍ یوه ویرونکې کړنه بلل کیږي".

پاکستان د کابل د برید غندنه کړې، د پیښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په کابل کې د واده پر مراسمو برید غندلی دی او وايي پر هیچا باید داسې برید و نه شي، او بیا خصوصاً پر ماشومانو.

په افغانستان کې د جرمني سفیر پیتر پروګل وايي چې د واده پر مراسمو برید ټکان ورکړی د ملکیانو په نښه کول له ترهګرۍ هم ورهغه خوا دی.

بریټانیا د پیښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او وايي په دغه شپه خلکو باید جشن لمانځلی وای، خو ترهګرو پرې برید وکړ.

په افغانستان کې اروپايي اتحادیه وايي د واده پر مراسمو برید کوونکي د انسانیت دښمنان دي، او دا ډول بریدونه د غندلو وړ دي.

دا برید په داسې وخت کې شوی چې یوناما په روان کال کې تیره (جولای) میاشت د ملکي تلفاتو په برخه کې تر ټولو خونړۍ میاشت بللې وه.

XS
SM
MD
LG