د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنې ۱۰ تنه وژلي


تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی
تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه شوې ده، خو ښاغلی صالح له چاودنې روغ وتلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه چاودنه نن چهارشنبه سپټمبر ۹ (وږې ۱۹) سهار ۷:۲۵ دقیقې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «چهار راهی تایمني سابقه» سیمه کې شوې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق این ویلي چې په دغه چاودنه کې څه باندې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي د چاودنې زیات قربانیان ملکي وګړي دي.
ویل کیږي د چاودنې زیات قربانیان ملکي وګړي دي.

ارین زیاته کړې په ټپیانو کې د امرالله صالح امنیتي ساتونکي هم شامل دي چې په وینا یې کېدایشي د مرګ ژوبلې ارقام تغیر وکړي.

هغه ویلي چې چاودېدونکي مواد په سیمه کې ځای پر ځای شوي و.

د افغانستان جمهوري ریاست د امرالله صالح پر موټریز کاروان نننی برید غندلی او هغه یې د سولې د دښمنانو کار بللی دی.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي چې په دغه چاودنه کې یو شمېر افغانان مړه او ټپیان شوي دي او خپله امرالله صالح ته زیان نه دی رسېدلی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور بیا ویلي چې په دغه چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال نن سهار له خپل کور څخه د دفتر په لور روان و چې پر موټریز کاروان یې دغه چاودنه شوې ده.

پر همدې مهال د امرالله صالح دفتر ویلي چې په دغه چاودنه کې نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی.

یاد دفتر زیاته کړې: "د افغانستان د خلکو قسم خوړلو دښمنانو نن یو ځل بیا غوښتل چې ښاغلي صالح ته زیان ورسوي، خو هغوی په دغه پلان کې ناکام شول."

وسله والو طالبانو په دغه چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړي او بلې کومې ډلې هم تر اوسه مسؤلیت نه دی منلی.

د چاودنې سیمه
د چاودنې سیمه

دا چاودنه پر داسې مهال شوې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو پیلېدو په اړه هیلې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG