د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: طالبانو امریکا سره تړون د آی اس آی تر نظارت لاندې لاسلیک کړ


امر الله صالح زیاته کړه چې افغان حکومت تل پر وسله والو طالبانو د سولې د روغې جوړې غږ کړی دی.
امر الله صالح زیاته کړه چې افغان حکومت تل پر وسله والو طالبانو د سولې د روغې جوړې غږ کړی دی.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح نن یکشنه مۍ۱۷ (غويي۲۸) په جلال اباد کې وویل چې د کابل او ننګرهار پېښې په هیڅ دین او سیاست کې جواز نلري،

نوموړي زیاته کړه:" فکر وکړئ چې دا قدرت ته د رسېدو یوه وسیله ده. ایا یوه انساني ډله کولی شي چې د ښځو د وینو له لاری ځان قدرت ته ورسوي. که قدرت ته ورسېږي نو بیا په چا حکومت کوي، خلک خو یې نه مني."

امر الله صالح زیاته کړه چې افغان حکومت تل پر وسله والو طالبانو د سولې د روغې جوړې غږ کړی دی.

ښاغلي صالح وویل: "دوه کاله کېږي چې موږ دوی(طالبانو) ته وایو چې راځئ تاسې کوم څه لرئ د خبرو اترو له لارې به یې حل کړو. که ستا غوښتنه د بهرنیو ځواکونو وتل وو، دا خو ستا لپاره د شرم او خجالتۍ ځای دی چې له هغوی سره چای څښې، بیسکیټ خورې، خاندې او بیا په ډېر ویاړ د آی اس آی تر نظارت لاندې (تړون) لاسلیک کوی او افغان وژنو ته دوام ورکوی. دا کوم افغانیت دی چې ته پرې ویاړې."

د ولسمشر غني مرستیال وویل چې د طالبانو جګړه د دې لپاره ده چې په خبره یې افغانستان باید "نظام ونه لري، مشر ونه لري، استخباراتي توانايي ونه لري او د پنجاب د پښو لاندې شي".

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د فبرورۍ میاشتې پر۲۹مه په قطر کې لاسلیک شو چې د پاکستان، ایران او ترکیې ترڅنګ د شااوخوا ۳۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، معینیانو او سفیرانو ګډون کړی و.

صالح د کابل او ننګرهار وروستیو خونړیو پېښو کې د وژل شویو او ټپیانو کورنیو ته یې اعلان وکړ چې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو او ټپیانو په څېر امتیازات به ورکړي.

د تیرې سې شنبې په ورځ په ننګرهار کې د جنازې مراسمو پرمهال ځانمرګي برید ۳۲ تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. او په کابل کې بیا پر روغتون ډله ییز برید کې ۲۴ تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

دغه بریدونه چې مسؤلیت یې لا کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی په پراخه کچه وغندل شوې.

افغان حکومت وايي چې دغه بریدونه طالبانو کړي، خو طالبانو دغو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د کابل او ننګرهار بریدونه داعش وسله والې ډلې کړي دي.

XS
SM
MD
LG