د لاس رسي وړ اتصالات

د ایزدیار د زوی د جنازې په مراسمو کې چاودنې شوي


نن ماسپښین د درې نیمو بجو په شاوخوا کې د مشرانو جرګې د لومړي نائب محمد علم ایزدیار د زوی سالم ایزدیارد جنازې په مراسمو کې درې چاودنې شوي چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحید مجروح امریکا غږ ته وویل چې په دغه پیښه کې شپږ تنه وژل شوي او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند سرپرست نجیب دانش په دې چاودنو کې امریکا غږ ته د پنځلس تنو وژل کیدل او ټپي کیدل تائید کړي دي.

ښاغلي دانش وویل، چې د جنازې په مراسمو پرمهال ټولې درې چاودنې شوي دي، خو هغه د دغو چاودنو د بڼې د څرنګوالي په اړه جزئیات ورنکړل.

د افغان خبریالانو د ملاتړ د ادارې غړی صدیق الله توحیدي چې د کابل د بادام باغ په غونډې کې د مارشال محمد قسیم فهیم د قبر سره نږدې د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې برخه لرله وویل چې پخپله یې د دوو چاودنو غږ اوریدلی او له هغې وروسته په دی نه دی پوه شوی چې هلته څه پیښ شوي دي.

د جنازې په دې مراسمو کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني او د افغان حکومت یو شمیرر نورو لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.

خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند سرپرست نجیب دانش وویل چې په دغو چاودنو کې دغو چارواکو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي د ټویټر په خپله پاڼه ویلي چې په دې چاودنو کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته د سر کوم زیان نه دی رسیدلی او هغه روغ رمټ دي.

په دې ترڅ کې د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل "درې واړه چاودنې د جنازې د لمانځه په ترڅ کې وشوې او کله چې ملا د جنازې د لمانځه دوهم تکبیر ووایه ځان وژونکو بریدگرو ځانونه والوزول."

ښاغلي عبدالله وویل چې د شنبې د ورځې د پیښې په هکله پلټنې روانې دي. هغه د پرونې پیښې په هکله وویل چې "مظاهره کوونکي باید شرایط درک کړي، مونږ خبرو ته تیار یو".

تراوسه کومې ډلې د دغو چاودنو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د مشرانو جرګې د لومړي نائب محمد علم ایزدیار زوی سالم ایزدیار تیره ورځ د کابل د زنبق په څلورلارې کې د افغان حکومت پرخلاف د مدني ټولنې او ځینو سیاسي ډلو د غړو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په اخ وډب کې ټپونه اخیستي وو، چې بیا تیره شپه یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د جمعې د ورځې په نښتو کې سالم ایزدیار په ګډون ټول پنځه تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپیان شوي وو.

اجرائیه رئیس عبدالله

د افغانستان اجرائیه رئیس چې د جنازې په مراسمو کې چاودنو وروسته یې خبریالانو سره خبرې کولي وویل چې درې ځانمرګو د جنازې په مراسمو کې بریدونه ترسره کړي دي.

اجرائیه رئیس وویل چې د جنازې د بریدونو او د جنازې د ځای د امنیت په اړه به پلټنې وشي چې څنګه دا پیښه رامنځ شوې ده.

هغه وویل چې د کابل ګارنیزیون به د دغې پیښې د امنیت د ټینګیدو په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

اجرائیه رئیس عبدالله یو ځل بیا د اعتراض کوونکو څخه وغوښتل چې افغان حکومت سره دې د سوله ایزې لارې خپلې غوښتنې وړاندې کړي.

هغه په لاریونکوونکو باندېد افغان امنیتي ځواکونو له خوا د تیرې ورځې ډزې وغندلې او ویې ویل چې هغه چا چې د دغو ډزو امر ورکړی ورڅخه به پوښتنه وشي او ټول هغه چارواکي چې ګرم وګڼل شي د قانوني کړنو سره به مخ شي.

XS
SM
MD
LG