د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اوین زندان په نښته او اورلګېدنه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د ایران چارواکي وايي، ددغه هېواد د پلازمینې تهران په اوین زندان کې د اور لګېدنې له امله څلور بندیان مړه شوي او ۶۱ نور ټپیان دي.

د فرانس پرس خبري آژانس د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۴) د ایراني رسنیو له قوله لیکلي چې، "څلور بندیان د اور د لوګي د تنفس کولو له امله مړه شوي او ۶۱ نور ټپیان شوي دي". په دغو راپورونو کې د څلورو زخمیانو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د تهران ښار په شمالي برخه کې د اوین په زندان کې د شنبې په ماښام د اور لګېدو ترڅنګ د اخ او ډب پېښېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د ایران ایرنا دولتي خبري اژانس د یو جګپوړي امنیتي چارواکي له قوله لیکلي چې د زندان په یوه برخه کې د بندیانو او د زندان د کارکوونکو ترمنځ نښته شوې. چارواکي وايي، بندیانو د زندان د یونیفورم څخه ډک یو ګودام ته اور ورته کړ، چې وروسته اور نورو برخو ته خپور شو.

چارواکو ویلي، په زندان کې د روانې ناکرارۍ د کنترولولو دپاره یې "بلوا کوونکي" زندانیان له نورو بندیانو څخه جلا کړي دي.

عیني شاهدانو ویلي، پولیسو د اوین زندان ته غځېدلې لارې تړلي او له سیمې څخه لږ تر لږه د دریو زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

عیني شاهدانو همدارنګه ویلي، په موټرسایکلونو سپاره د بلوا ضد پولیس، امبولانسونه او د اطفایې موټر یې د زندان په لور د حرکت په حال کې لیدلي دي. په سیمه کې انټرنیټي خدمات بند شوی دی.

د اوین په زندان کې بهرني اتباع، د حکومت سیاسي مخالفین او د ایران په روانو مظاهرو کې نیول شوي کسان بندیان دي.

په متحده ایالاتو کې د ایران د بشري حقونو ادارې راپور ورکړی چې د اوین زندان په داخل کې "وسله واله جګړه" پیل شوې. په راپور کې ویل شوي چې د زندان په اوومه څانګه کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

متحده ایالاتو په ۲۰۱۸ کال کې پر دغه زندان بندیزونه اعلان کړل. د امریکا د مالیې وزارت په یو راپور کې وویل چې، "په اوین زندان کې بندیان د چارواکو له خوا په وحشیانه ډول جنسي او فزیکي شکنجه ویني او بندیان په برق نیول کیږي".

د اوین په زندان کې د اورلګیدنې او ناکرارۍ راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې د شنبې په ورځ د ایران په ځینو ښارونو کې د حکومت ضد مظاهرې وشوې.

د ایران د پولیسو په قید کې د یوې ایرانۍ مېرمن، مهسا امنیي د وژل کېدو په غبرګون کې د پیل شویو مظاهرو دا پنځمه اونۍ ده. د بشري حقونو څارونکو په روانو مظاهرو کې د ماشومانو په ګډون د سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

په دې وروستیو کې د ایران شمالي ولایت ګیلان په لاکان زندان کې هم د بلوا د رامنځته کیدو او د بندیانو او امنیتي ساتونکو ترمنځ د اخ و ډب پېښېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اسوشېټد پرس خبري آژانس د راپور له مخې، مظاهره چیانو د ایران په شمال لویدیځ کې د اردبیل پر سرکونو د "مرګ پر دیکتاتور " شعارونه ورکړل، چې اشاره یې د ایران روحاني مشر آیت الله خامنيي ته ده.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شويو ویډیوګانو وښودله چې، په کرمانشاه، رشت او تهران کې له پوهنتونونو دباندې محصلینو لاریونونه وکړل.

د سنندج په ښار کې، چیرې چې اکثرا کوردان میشت دي او په دغه هېواد کې روانې مظاهرې له همدې سیمې پیل شوي، د ښوونځيو زده کوونکو نجونو لاریون وکړ او "ښځه، ژوند، ازادي" شعارونه یې ورکول.

XS
SM
MD
LG