د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د اسرائیل او حماس د اوربند د دوام لپاره مصر ته ورسید


د ښاغلی بلینکن او د مصر د جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي کتنه
د ښاغلی بلینکن او د مصر د جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي کتنه

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ مې ۲۶ (غبرګولي ۵) مصر ته ورسید چې د اسرائیل او غزې د ۱۱ ورځنۍ جګړې وروسته د شوي اوربند دوام تضمین شي.

ښاغلی بلینکن د مصر د جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي سره وکتل او ټاکل شوې چې د هغه هیواد د نورو لوړپوړو چارواکو سره به هم وویني. هغه له مصر وروسته اردن ته ځي چې د پاچا عبدالله سره د اسرائیل او غزې د جکړې او نورو اړوند مسایلو خبرې وکړي. ​

ښاغلی بلینکن قاهرې ته له تګ دمخه د سه شنبې په ورځ د اسرائیل او فلسطین له مشرانو سره جلا جلا لیدنې کتنې درلودې.

بلینکن له دغو مشرانو سره په خبرو کې په ډاګه کړه چې امریکا سمدستي داسې پلان نلري چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې خبرې دې بیا پیل شي، خو بیا هم هغه هیله څرګنده کړه چې د «ښه فضا» د رامنځ ته کیدو په صورت کې به خبرې بیا پیل شي.

ښاغلي بلینکن وویل چې امریکا به د غزې د بیارغونې لپاره نړیوالې مرستې راټولې کړي، خو ژمنه یې وکړه چې داسې لارې چارې به ولټوي‌ چې د حماس ډله ددغو مرستو څخه ګټه وانخلي. هغه هڅه کوي چې حماس سیاله د فلسطین اداره چې په نړیواله کچه پیژندل شوې غښتلې کړي.

ښاغلي بلینکن ددې کار لپاره د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په بیت المقدس کې بیرته خپله کونسلګري پرانيځي؛ هغه دفتر چې په تاریخي توګه یې د فلسطینیانو سره دپلوماتیکې اړیکې پاللې. ددغه کونسلګري چارې د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ له خوا محدودې شوی وي او د هغې کارونه په اسرائیل کې د امریکا د سفیر پورې مربوط کړي وو.

سربیره پر دې ښاغلي بلینکن فلسطینیانو سره د ۴۰ میلیون ډالرو اصافي مرستې اعلان وکړ. په مجموعي توګه د بایدن ادارې د فلسطینیانو سره د ۳۶۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده؛ هغه مرستې چې د ښاغلي ټرمپ د واکمنۍ پر وخت بندې شوې وې.

ښاغلي بلینکن د فلسطین د ادارې د مشر محمود عباس سره په رام‌الله کې د کتنې پر وخت وویل چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن به د فلسطین سره په خپلو معاملو کې د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ په پرتله بل ډول چلند ولري.

حماس او اسرائیل له یولس ورځنۍ جګړې وروسته اوربند وکړ.‌ په دغې جګړې کې د چارواکو په خبره د ماشومانو په ګډون په غزه کې ۲۳۲ تنه ووژل شول او څه باندې ۱۵۰۰نور ژوبل شول.

همدغه راز د حماس په راکټي بریدونو کې بیا په اسرائیل کې ۱۲ تنه وژل شوي چې یو یې ماشوم دی.

XS
SM
MD
LG