د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې اوربند؛ بلینکن منځني ختیځ ته ځي


دا سیمې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي بلینکن لومړی سفر دی
دا سیمې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي بلینکن لومړی سفر دی

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ‌ ته ځي چې د اسرائیل، فلسطین او د سیمې له مشرانو سره د غزې د اوربند په اړه خبرې وکړي.

دا منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي بلینکن لومړی رسمي سفر دی، دا سفر داسې مهال کیږي چې هلته تازه اسرائیل او حماس له ۱۱ ورځنۍ جکړې وروسته اوربند کړی دی.

امریکایي چارواکي وايي چې غزې ته د بشري بېړنیو مرستو د انتقال او د غزې د بیا ودانو لپاره د نړیوالو مرستو د راټولولو او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او فلسطیني چارواکو سره ګډ کار کولو ته متعهد دي‌.

ښاغلي بلینکن نن دوشنبه مۍ ۲۴ (غبرګولې۳) سي ان ان خبري شبکې ته وویل: «د اوس لپاره زموږ دوامداره تمرکز په بشري ‌حالت دی چې بیا رغونه او ابادي پیل شي او له فلسطینیانو، اسرائیل او په سیمه کې له نورو شریکانو سره یو ځای (دغه بهیر) کې دخیل شوو.»

ښاغلي بلینکن په خپل ټویټر کې لیکلي دي‌ چې د ولسمشر بایډن په غوښتنه منځني ختیځ‌ ته ځي چې هلته د سیمې له مشرانو سره وویني.

په همدې حال کې د مصر منځکړي په غزه کې په سفرونو بوخت دي‌ او په لویدیځه غاړه کې یې له ولسمشر محمود عباس سره لیدلي‌ دي‌ چې په غزه کې پیل شوی اوربند دوامدار شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او ویلي دي چې باید د «د سیمي د لیدلوري په اساس» داسې یوې هر اړخیز سولې ته ورسیږي چې «اسرائيل او فلسطین د دوو دموکراتیک دولتونو په توګه څنګ په څنګ په سوله او امنیت کې ژوند وکړي او سرحدونه یې هم مشخص وي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اوربند په اړه وویل هغه په دې باور دی چې «اوس د داسې جوړجاړي وخت دی چې د اسرائیل او فلسطین برابر حقونه تضمینوي».

د اسرائيل او حماس ترمنځ په ۱۱ ورځنۍ جکړې کې د ماشومانو په ګډون په غزه کې ۲۳۲ تنه ووژل شول او څه باندې ۱۵۰۰ نور ژوبل شول.

همدغه راز د حماس په راکټي بریدونو کې بیا په اسرائیل کې ۱۲ تنه وژل شوي چې یو یې ماشوم دی.

XS
SM
MD
LG