د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د غزې د اوربند ساتلو په اړه له نتنیاهو سره ولیدل 


بلینکن د اسرائیل له صدراعظم سره ولیدل
بلینکن د اسرائیل له صدراعظم سره ولیدل

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسرائیل له صدراعظم بینیامن نتنیاهو سره ولیدل او په غزه کې د روان اوربند د ساتلو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

ښاغلي بلینکن په خپلو خبرو کې وویل چې دا د اسرائيل حق دی چې له ځان څخه د فاع وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دا منځني ختیځ ته د ښاغلي‌ بلینکن لومړی سفر دی.

هغه د اسرئیل له صدراعظم سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «دواړو اسرائیل او فلسطین په جګړې کې ژور تلفات ولیدل. د هیلې د بیا ژوندۍ کولو، درناوي او باور لپاره ډېر کار ته ضرورت دی. د تلفاتو شمېرې ډېرې یا کمې وي خو هره شمېره یو انسان دی- یوه لور، یو زوی، پلار، مور، نیکه، انا او یوه ښه دوست دی.»

ښاغلي بلینکن وویل چې امریکا به د غزې د بیارغونې لپاره نړیوالې مرستې راټولې کړي او د لګولو لپاره به یې داسې لارې چارې ولټوي‌ چې د حماس ډله ترې ګټه وانخلي.

هغه همدغه راز په غزې او لویدیځه غاړه کې د اقتصادي فرصتونو د پيدا کولو خبره هم وکړه چې دواړه فلسطینیانو او اسرائيل ته به یې ګټه ورسيږي.

ښاغلی بلینکن به نن سه شنبه مۍ ۲۵ (غبرګولي ۴) په رام الله کې د فلسطین له ولسمشر محمود عباس او نورو چارواکو سره د لیدلو پر مهال د مرستو ځینې اعلانونه وکړي.

د اسرائیل صدراعظم په خپلو خبرو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو مننه وکړه او د حماس ډلې ته یې خبرداری ورکړ چې اوربند وساتي.

هغه وویل: «که حماس دا خاموشي (اوربند) ماته کړه او پر اسرائیل یې برید وکړ، زموږ ځواب به ډېر سخت وي.»

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به مصر او عمان ته هم سفرونه وکړي او هلته به هم له چارواکو سره د منځني ختیځ په روانو حالاتو وغږیږي.

حماس او اسرائیل له یولس ورځنۍ جګړې وروسته اوربند وکړ.‌ په دغې جګړې کې د چارواکو په خبره د ماشومانو په ګډون په غزه کې ۲۳۲تنه ووژل شول او څه باندې ۱۵۰۰نور ژوبل شول.

همدغه راز د حماس په راکټي بریدونو کې بیا په اسرائیل کې ۱۲تنه وژل شوي چې یو یې ماشوم دی.

XS
SM
MD
LG