د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په اروپا کې د اتحاد په بیا ټینګولو بوخت دی 


انتوني بلینکن او ینس ستولتنبرګ
انتوني بلینکن او ینس ستولتنبرګ

ټاکل شوې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن د چهارشنبه مارچ ۲۴ (وري ۴) په بروکسل کې په یوه وینا کې د اروپا سره د بیا اتحاد لپاره د جمهور رئیس جو بایدن د ادارې کړنلاره په ډاګه کړي.

د ناټو پدې غونډې کې د بحث یوه مهمه موضوع په افغانستان کې د امریکایۍ عسکرو د پاتې کیدو یا وتلو په هکله د امریکایي چارواکو پریکړه ده.

امریکا د طالبانو سره د سولې په تړون کې منلې وه چې د مې د میاشتې تر لومړۍ نیټې به ټول عسکر د افغانستان نه باسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرد ناټو متحدینو ته وویل چې په افغانستان کې د وضعیت ارزیابي روانه ده او دا چې د بروکسل غونډې ته د راتګ یو هدف یې دا دی چې د دې پریکړه په هکله د ناټو د متحدینو نه واوري او نظر هم ورسره شریک کاندي.

انتوني بلنکن وویل چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو په هکله هر ډول پریکړه به د ناټو د متحدینو سره په سلا مشوره وي.

ښاغلي بلنکن وویل، "په ګډه ولاړو، په ګډه سره جوړ راغلو او کله چې مناسب وخت راشي، په ګډه به راووځو."

دا په روانه اونۍ کې اروپا ته د امریکا د لوړپوړي دپلومات د لومړي سفر د پیغام یوه برخه ده چې په تیرو څلورو کلونو کې د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ څخه په شا کیدل په ډاګه کوي.

د ښاغلي بلینکن وینا د شمالي اتلانتیک د تړون یا ناټو د دوه ورځنۍ غونډې په وروستۍ ورځ کیږي چې ددې عمومي غونډې په یوې فرعي غونډې کې یې د یو شمیر اروپایي سیالانو سره مستقیموې خبرې هم کړي دي.

ښاغلی بلینکن نن د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل او همداشان د ایستونیا، لتویا او لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیرانو سره به وګوري. هغه به همداشان د اروپایي کمیسیون د رئیسې اورزلا فون در لین او د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشر جوزوف بوریل سره هم وګوري.

بلینکن خبریالانو ته وویل متحده ایالات غواړي چې لومړی د ناټو د متحدینو سره ملګرتیا د سره ورغوي.

په همدې حال کې سپنې ماڼۍ هم ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن پلان لري چې د امریکا او اروپا په اړیکو سبا د پنجشنبې په ورځ د اروپایي اتحادیې د یو شمیر هیوادونو د مشرانو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG