د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: افغانستان څخه وتل باید د سولې مذاکراتو نتیجو پورې مشروط وي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو مخکې له وخته وتل د طالبانو تاوتریخوالي ته زمینه برابروي او ددې سبب کیدای شي چې دغه ډله د پوځي لارو د واک د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس چې په بروکسل کې یې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې مخکې خبرې کولې وویل لازم دي چې د افغانستان څخه وتل د سولې د مذاکراتو پر نتیجو پورې مشروط اوسي.

ښاغلي ماس وویل: "مونږ د افغانستان څخه د ټولو پوځیانو د مشروط وتلو غوښتونکي یو، خو هغه وتل چې د سولې مذاکراتو پورې اړوند وي او مهمه داده چې د سولې د مذاکراتو په بریالیتوب پورې مربوط وي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "مونږ د افغانستان نه مخکې د وخته وتلو پلوي نه یو چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي او د پوځي لارو د واک د ترلاسه کولو لپاره ددې ډلې د هڅو سره مل وي. مونږ دلته (افغانستان کې) ستر مسولیت لرو."

د امریکا او طالبانو د موافقې په اساس چې په دوحه کې لاس لیک شوې ټاکل شوې چې ټول امریکایي سرتیري د مۍ د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه ووځي، که څه هم چې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن ادارې ویلي چې دغه تصمیم باندې بیا غور کوي.

یو شمیر امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شتون ښایي تر نورو شپږو میاشتو پورې وغځول شي، خو تر اوسه پدې هکله وروستی تصمیم ندی نیول شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، ټینګار کړی دی چې د افغانستان د راتلونکې په هکله هر ډول تصمیم به د ناټو تړون سره په همغږی نیول کیږي.

XS
SM
MD
LG