د لاس رسي وړ اتصالات

بهرني ځواکونه به مناسب وخت کې له افغانستان ووځي - بلینکن 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو د بېلا بېلو انتخابانو او لارو ارزونه کوي.

ښاغلي بلینکن د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۳ (وري ۳) په بروکسل کې د ناټو سره د امریکا د همکاریو او مرستو ډاډ ورکړ.

له ښاغلي‌ بلینکن څخه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه وپوښتل شول.

هغه وویل چې لا هم د وتلو لپاره ځینې انتخابونه تر غور لاندې دي او امریکا په دې اړه د ناټو له متحدینو سره سلا مشورې کوي او د هغوی نظریات اوري.

ښاغلي بلینکن وویل: «موږ (افغانستان ته) یو ځای ولاړو، یو ځای مو له حالاتو سره ځانونه برابر کړي او که وخت مناسب و، یو ځای به ترې راووځو.»

انتوني بلینکن د جوبایډن د حکومت تر ټولو لوړ پوړی دپلومات دی چې په بروکسل کې د ناټو مقر ته سفر کوي. د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر ټرمپ په دوره کې له ناټو سره ښه روابط نه پالل. د ښاغلي ټرمپ‌ ټېنګار دا و چې د ناټو اروپايي غړي باید له دغه سازمان سره خپله مالي ونډه زیاته کړه.

ښاغلي بلینکن داسې مهال له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د ځواکونو د وتلو خبره کوي‌ چې جرمني څه موده مخکې اعلان وکړ چې افغانستان کې به د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو موده غځوي.

څو ورځې مخکې امریکايي رسنیو د دوو امریکایي چارواکو له خولې لیکلي وو چې ښاغلی بایډن تر نومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو په پاتې کېدو غوره کوي.

امریکا د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره تړون وکړ، د تړون په اساس، طالبان به له القاعده سره اړیکې پرې کوي، خشونت به کموي او له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې کوي چې جګړه ختمه شي.

په تړون کې همدغه راز ویل شوي دي چې د ۲۰۲۱ تر مۍ پورې به امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، خو امریکایي چارواکي وايي طالبانو د تړون شرطونه پوره کړي نه دي‌.

XS
SM
MD
LG