د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن اوکراین کې د روسیې د «تهاجمي عمل» په اړه خبرداری ورکړ 


د امریکګا د بهرنیو چارو وزیر چین ته خبرداری ورکړ چې تایوان بي ثبات نکړي
د امریکګا د بهرنیو چارو وزیر چین ته خبرداری ورکړ چې تایوان بي ثبات نکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خبرداری ورکړی دی چې په اوکراین کې به د روسیې هر ډول «تهاجمي عمل عواقب» ولري.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې روسیې په دې وروستیو کې له اوکراین سره په سرحد کې خپل نظامي ‌حضور زیات کړی دی.

ښاغلي بلینکن له ان بي سي شبکې سره په خبرو کې وویل: «موږ رښتیا هم د اوکراین په سرحدونو کې د روسیې په کړو وړو اندېښمن یو. له همدې کبله په اروپا کې د خپلو متحدینو سره نژدې تماس او همکارۍ لرو. دا زموږ د ټولو ګډه اندېښنه ده.»

په وروستیو اونیو کې د اوکراین په ختیځو برخو کې د پوځ او د روسیې له ملاتړه د برخمنو بیلتون غوښتونکو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی او په دغو سیمو کې د روسیې د پوځ د موجودیت زیاتوالي ‌د جګړو د شدت اندېښنې نورې هم زیاتې کړي.

کرملین وایي‌چې له اوکراین سره د جګړه نیت نلري خو په سیمه کې د «روسۍ ژبې ویونکو» په اړه هم بې تفاو ت نشي ‌پاتې کېدی.

په همدې حال کې ښاغلي بلینکن چین ته هم خبرداری ورکړ چې په تایوان کې وضعیت ګډوډ نکړي.‌

هغه وویل چې د تایوان د دولت په اړه د چین د کړو وړو په اړه هم اندېښنه لري خو زیاته یې کړه چې امریکا د تایوان ثبات او د خپلې دفاعې لپاره د تایوان په پښود درولو ته ژمنه ده.

XS
SM
MD
LG