د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: ایران په اوکراین کې د روسیې جګړې ته لمن وهي 


په اوکراین کې پرزول شوي ایراني ډرون
په اوکراین کې پرزول شوي ایراني ډرون

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۶) وویل چې ایران روسیې ته د وسلو په ورکولو سره په اوکراین کې د جګړې اور ته لمن وهي.

انتوني بلینکن په یو ټوېټ کې لیکلي چې امریکا په ایران کې پر اوو هغو کسانو بندیزونه لګولي چې روسیې ته د وسلو په برابرولو کې لاس لري.

ښاغلي بلینکن په ټویټر پاڼه لیکلي: "ایران د بې پیلوټه الوتکو په ورکولو سره په اوکراین کې د روسیې جګړې ته لمن وهي. نن، متحده ایالاتو د ایران د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو په پروګرامونو کې ښکیل اوو کسانو باندې بندیزونه ولګول - هغه پروګرامونه چې مسکو یې په اوکراین کې د مهمو زیربناوو په نښه کولو لپاره کاروي."

دمخه تر دې متحده ایالاتو د روسیې او ایران ترمنځ د "بشپړه څرګندې دفاعي ملګرتیا" په اړه اندیښنه ښودلې وه او دا یې د اوکراین، ایران ګاونډیانو او نړۍ لپاره "زیان رسونکې" بللې وه.

ایران لومړی ځل د نومبر پر پنځمه (لړم ۱۴مه) روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو استول تایید کړل، خو وویل چې دا بې پیلوټه الوتکې پر اوکراین د روسیې تر برید مخکې روسیې ته ورکړل شوې وې.

اوکراین او لویدیځ متحدین یې روسیه تورنوي چې په اوکراین کې د بریدونو لپاره په ایران کې له جوړ شویو ډرون الوتکو څخه کار اخلي. خو تهران تل د اوکراین د جګړې لپاره روسیې ته د وسلو استول رد کړي دي.

خو بیا هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د امریکا په ګډون د لویدیځو هېوادونو تورونو ته په ځواب کې ویلي چې "که دا ثابته شي چې روسیې د اوکراین پر ضد جګړه کې له ایراني ډرون څخه کار اخیستی، موږ به په دې مسلې بې تفاوته پاتې نه شو او زموږ دریځ په اوکراین کې د جګړې په اړه د جګړې بندول، خبرو اترو ته د ښکیلو خواوو بیرته ستنیدل او خپلو کورونو ته د کډوالو بیرته ستنیدل دي."

واشنګټن پوسټ د اکتوبر په ۱۶مه راپور ورکړی و چې ایران روسیې ته د توغندیو د استولو لپاره چمتووالی نیسي. خو له دې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د هیواد له خوا یې روسیې ته د توغنديو استول رد کړل او دا تورونه یې په "بشپړه توګه" درواغ وباله.

کیف د تیر کال په اکتوبر میاشت کې ویلي وو چې شاوخوا ۴۰۰ ایراني بې پیلوټه الوتکې د اوکرایني ملکي وګړو پر ضد کارول شوي او مسکو د شاوخوا دوه زره بې پیلوټه الوتکو سپارښتنه کړې ده.

په یوه وروستۍ پېښه کې د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ورځ یې لسګونه هغه روسي بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې چې د بریدونو د ترسره کولو لپاره د اوکراین خاورې ته داخلې شوې وې.

د نوي میلادي کال په لومړۍ شپه د روسیې پوځ د اوکراین په پلازمېنه کیف او د دغه هېواد نور ښارونه په میزایلو او ایراني بې پیلوټّ الوتکو په نښه کړل.

د اوکراین هوايي ځواک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اوکرایني پوځیانو د «شاهد» په نامه ۴۵ ډرون نسکور کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو ساعتونو کې ۱۳ بې پیلوټه الوتکې او ۳۲ نورې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ساعتونو کې د اوکراین پوځ رانسکورې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړو متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې په دې وروستیو کې ویلي چې ایران روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو په ورکولو سره د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک څخه سرغړونه کړې ده.

د دې پریکړه لیک څخه سرغړونه کولی شي هغه نړیوال بندیزونه بیرته راژوندي کړي چې د اټومي موافقې دمخه کلونو کې د ایران په وړاندې لګول شوي او بیا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له مخې لغو شوي دي.

XS
SM
MD
LG