د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان پوتین ته: اوکراین کې یو طرفه اوربند اعلان کړئ


د ترکیې او روسیې ولسمشران
د ترکیې او روسیې ولسمشران

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي دي‌ چې په اوکراین کې یو «اړخیز اوربند» اعلان کړي.

ښاغلي اردوغان له خپل روسي سیال سره په تیلیفوني خبرو کې ویلي د‌ي چې باید په یو اړخیز اوربند او د عادلانه حل لارې په موندلو سره د «سولې او مذاکراتو د غوښتنو ننګه» وشي.

ښاغلي اردوغان د اوکراین له ولسمشر سره هم په تیلیفون کې خبرې کړي‌ دي. کرملین وايي د روسیې ولسمشر ښاغلي اردوغان ته ویلي‌ دي‌ که اوکراین اشغال شوي سیمې د روسیې د قلمرو برخې ګڼي، مسکو له کیف سره خبرو ته چمتو دی. د روسیې د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې ولسمشر پوتین دا د نویو خبرو لپاره مهم شرایط وګڼل.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي‌ وو چې د اوکراین د څلورو نیول شویو سیمو دونتسک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژیا د روسیې د قلمرو د برخې په توګه پېژندل، له اوکراین څخه روسیې ته د متوجه ګواښ ختمول او د اوکراین غیر نظامي کول د مسکو عمده غوښتنې دي.

خو د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي‌ دي‌ چې روسیه له اوکراین څخه د خپلو ځواکونو په اېستلو، د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا، استقلالیت او حاکمیت په بېرته ګرځولو سره دا جګړه ختمولای شي.

کیف ویلي‌ دي: «نه د لاروف ګواښونه اغیز لرلای شي، نه د پوځ لیکو ته جذب او جلب، نه د وسلو د ترلاسه کولو هلې ځلې او نه هم له ایران سره د پټو تړونونو لاسلیک کول.»

د روسیې په اعلامیې کې همدغه راز د لویدیځو هېوادونو په «ویجاړونکي رول، د وسلو په انتقال، کیف ته د عملیاتي معلوماتو برابرولو او هدفونو پېژندلو» یادونه هم شوې ده.

ترکیې په اوکراین باندې د برید له کبله په روسیې د لګول شویو بندیزونو سره یو ځای شوی نه دی او هڅه یې کړې ده چې له دواړو هېوادونو سره ښه روابط ولري. اردوغان د دغې جګړې د ختمولو لپاره د خپلو اړیکو څخه هم ګته اخیستې او د دواړو خواو ترمنځ یې د خبرو کوربتوب هم کړی دی. د اوکراین په منځګړتوب له اوکراین څخه د غله جاتو انتقالال بیا پیل شول او ترکیې هڅه وکړه چې د روسیې او اوکراین ولسمشران د خبرو یو میز کې کښینوي.

روسیې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې یرغل پیل کړ، امریکا او متحدینو یې دا یرغل وغنده او له اوکراین سره یې پوځي‌ او بشري مرستې پیل کړې چې له مسکو سره دا جګړه وګټي.

XS
SM
MD
LG