د لاس رسي وړ اتصالات

افریقا کې د روسیې د نفوذ مخنیوی؛ بلینکن کیپ ټاون رسېدلی


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر دریو افریقایي هیوادونو ته د سفر په ترڅ کې نن یکشنبه اګست اومه (زمري ۱۶) جنوبي افریقا ته ورسید. د افریقا وچې ته د هغه د سفر موخه په سیمه کې د روسیې د نفوذ مخنیوی ګڼل شوی دی.

ښاغلي بلینکن پداسې حال کې افریقا ته سفر کوي چې تیره میاشت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغې وچې ته لوی سفر وکړ.

جنوبي افریقا چې د نړۍ د مخ په ودې هیوادونو مخکښ هیواد دی د اوکراین په جګړه کې ناپیلی پاته شوی او د مسکو د غندلو لپاره د لویدیځ له غږ سره ندی یوځای شوې. مسکو په جنوبي افریقا کې د سپین پوستي اقلیت د توپیري واکمنۍ مخالفت کاوه؛ کوم رژیم چې په ۱۹۹۴ کې ړنګ شو.

د جنوبي افریقا د حکومت د اعلامیې له مخې ښاغلی بلینکن به د دوشنبې په ورځ د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو له وزیر نالیدي پاندور سره خبرې وکړې او همداشان د افریقا لپاره به د متحده ایالاتو د حکومت نوې ستراتیژي اعلان کړي.

اعلامیه زیاتوي چې دغه دوه مشران به «د نړیوالې سیاسي جغرافیې [جیو پولیتیک] د روانو او وروستیو پیښو په حالاتو بحث» وکړي.

تیره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تیره میاشت افریقایي هیوادونه "جیوستراتیژیک لوبغاړي او د نن ورځې په مسلو کې د خلاص او باثباته نړیوال سیسټم د هڅولو څخه نیولې، د اقلیم د بدلون د اغیزو سره د مبارزې، د خوراکي خوندیتوب او نړیوالې وبا په وړاندې د مبارزې پورې چې زمونږ تکنالوژیکي او اقتصادي راتلونکې ته شکل ورکوي، خورا مهم شریکان وبلل."

ښاغلی بلینکن د تیر کال په لومړیو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ګمارل کیدو راوروسته د دوهم ځل لپاره افریقا ته سفر کوي او د جنوبي افریقا وروسته به د کانګو دموکراتیک جمهوریت او بیا وروسته په همدې اونۍ کې روندا ته ولاړ شي.

د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته د هغه د سفر موخه د افریقا د سترې صحرا پراخې سیمې لپاره د ملاتړ جلبول دي چې هڅه کوي د څو لسیزو شخړو پاڼه واړوي.

XS
SM
MD
LG