د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: چین باید نړیوالې اندیښنې’ یرغمل‘ نکړي


د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د اګست په شپږمه نېټه (زمري ۱۵) وويل، چين بايد له امريکا سره د سترو نړيوالو مسايلو لکه د اقليم د بدلون بحران په اړه خبرې اترې ونه دروي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې چين د جمعې په ورځ اګسټ پنځمه اعلان وکړ چې تايوان ته د امريکا د کانګرس د استازو د جرګې د رئيسې ننسي پلوسي د سفر په غبرګون کې له امريکا سره په مختلفو برخو کې د هغې جملې څخه د پوځي قوماندانانو په کچه او د اقلیم د بدلون پر مسایلو باندې خبرې اترې دروي.

انتوني بلینکن دغه څرګندونې د فیلیپین له نوي ولسمشر فرډیناند مارکوس جونیر سره د دغه هېواد په پلازمېنه مانیلا کې له کتنې وروسته وکړې. ښاغلي بلینکن د خپل فلیپیني سیال سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې چې په آنلاین ډول ترسره شو، وویل چې د واشنګټن او بیجینګ ترمینځ اړیکې په وروستیو کلونو کې ترټولو خرابې کچې ته راټیټې شوې دي.

بلینکن د امريکا له پوځي قوماندانانو سره د خبرو اترو او د اقليمي بحران په اړه د بحثونو د ځنډولو په اړه د چين دريځ ته په ځواب کې وويل: "موږ بايد د خپلو هېوادونو تر منځ د توپيرونو په وجه د نړيوالو اندېښنو وړ مسایلو په اړه همکاري یرغمل نکړو."

د امريکا دغه جګپوړي ديپلومات زياته کړه چې نور هېوادونه له امريکا او چين څخه هیله لري د هغو مسايلو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړي چې د دوی د خلکو د ژوند او معيشت لپاره مهم دي.


بلینکن زیاته کړه چې د اقلیم بحران په ګډون د لویو مسلو په اړه له امریکا سره د چین د خبرو ځنډول "متحده ایالاتو ته سزا نه ورکوي" بلکې "نړۍ ته سزا ورکوي".

تایوان ته د ننسي پلوسي سفر په چین کې چارواکي په غوسه کړي دي، ځکه چې بیجینګ د تایوان خپلواک ټاپو د خپلې خاورې برخه ګڼي. تایوان ته د امریکا د کانګرس د استازو د خونې د مشرې له سفر وروسته، چین د پنجشنبې په ورځ د تایوان په تنګي کې خپل پوځي تمرینات پیل کړل او ټاکل شوې چې دغه پوځي تمرینونه د یکشنبې تر ورځې پورې دوام وکړي.

خو بلینکن له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د امریکا د کانګرس د نورو غړو په څېر د امریکا د استازو مجلس مشره هم حق لري چې تایوان ته سفر وکړي، ځکه چې د امریکا مقننه قوه یوه "خپلواکه او د امریکا د حکومت سره مساوي" څانګه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې مرکه کې، وویل: "پرته له دې چې [چین] څنګه احساس کوي، د چین ځواب خورا نامتناسب او خورا خطرناک دی" ځکه چې دغه هیواد د پوځي تمریناتو په ترڅ کې د تایوان پر سر ۱۱ بالستیک توغندي وتوغول او خپلې کښتۍ یې ټول تایوان ته یې لیږلي دي. د بلینکن په وینا، پنځه چینایي توغندي جاپان ته نژدې لګېدلي دي.

د امریکا غږ سره په مرکه کې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د تایوان تنګی د سیمې د ټولو هیوادونو لپاره حیاتي اهمیت لري ځکه چې په سیمه کې زیاتره تجارت د تایوان تنګي له لارې کیږي او که تجارتي ټرانزیټ پدې سیمه کې کډوډ شي د نړۍ پء اقتصاد باندې به ناوړه اغیز وکړي.

بلینکن زیاته کړه: "زه فکر کوم چې ټولو هیوادونو ته نه یوازې متحده ایالاتو ته بلکې چین ته لازمه ده چې مسؤلانه عمل وکړي او د کانګرس د یو غړي سفر د احتمالي خطرناکو او بې ثباته کونکو کړنو لپاره د عذر په توګه ونه کاروي."

د امریکا د کانګرس له خوا د تصویب شوي قانون له مخې امریکا د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پیژني، خو ژمنه ده چې له دې ټاپو سره د ځان په دفاع کې مرسته وکړي. چین تل له تایوان سره د امریکا د حکومت پر ملاتړ سختې نیوکې کړې دي.

چین تل ادعا کړې چې د تایوان ټاپو د دوی د خاورې برخه ده او د اړتیا په صورت کې به یې د چین له اصلي خاورې سره یوځای کړي.

په دې راپور کې د معلوماتو یوه برخه د رویترز خبري اژانس څخه اخیستل شوې.

XS
SM
MD
LG