د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د سعودي مشرانو سره په تروریزم، د یمن په سولې او سودان په جګړې غږېدلی


بلینکن له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي
بلینکن له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سعودي عربستان ته په خپل سفر کې د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان او د خلیج د همکارۍ د شورا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ولیدل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ جون اوومه (جوزا۷) وویل چې بلینکن او بن فرحان د دواړو هېوادونو ترمنځ په یو لړ دپلوماتیکو اړیکو او د سیمې او نړۍ په مسائیلو خبري کړې دي.

د وزارت ویاند ماتیو میلر ویلي دي چې بلینکن او بن فرحان «موافقه وکړه، چې د تروریزم سره د مبارزې، په یمن کې د دایمي سولې د راوستلو د هلو ځلو د ملاتړ او په سیمې کې د ثبات، امنیت،» خشونت کمولو او مشارکت په اړه به کار ته ادامه ورکوي.

رویټر خبري اژانس د هغه په قول لیکلي: «دواړو خواو ژمنه وکړه چې په سودان کې به د جګړې د ختمولو لپاره خپله قوي همکاري روانه ساتي.» دغو دواړو هېوادونو په جده کې د سودان د سولې د خبرو کوربتوب وکړ، خو د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ یې دایمه سوله ونشوه کړای.

د بهرنیو چارو وزارت بل ویاند ویدانت پاټیل ویلي دي چې متحده ایالتونه په دې باور دي چې په سودان کې «د جګړې ختمولو لپاره دپلوماتیکه حل لاره ضرور» ده، نه پوځي.

نوموړي وویل چې امریکا د جګړې په ښکېلو غاړو باندې فشار روان ساتلی او د ویزو بندیزونه او اقتصادي بندیزونه یې پرې لګولي دي او د نورو «اقداماتو اخیستلو ته هم» چمتو دي. هغه زیاته کړه: «موږ دخېل یو خو رسمي خبرې لا تراوسه بیا پیل شوي نه دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دغه سفر کې د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان سره هم ولیدل او له دغه هېواد‌ څخه یې مننه کړې چې له سودان څخه یې د امریکایي اتباعو په اېستلو کې مرسته کړې ده.

د وزرات ویاند میلر همدغه راز په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې انتوني بلینکن « ټېنګار کړی دی چې د بشري حقونو په اړه زموږ دوه اړخیزې اړیکې قوي» دي. نوموړي وویل چې په دغې غونډې کې د «اقتصادي او په خاص ډول د پاکې انرژۍ او تکنالوژۍ په برخو کې د همکارۍ په زیاتولو» هم خبرې شوي دي.

د سعودي عربستان حکومت هم په پښتو کې خپل ټویټر کې له محمد بن سلمان سره د انتوني بلینکن د ملاقات خبر خپور کړی دی.

د دوشنبې په ورځ انتوني بلینکن د «امریکا-اسرائیل د عامو اړیکو کمېټې» ته، چې د اسرائیل یو ملاتړی لابي ګروپ دی، وویل: «متحده ایالتونه د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي‌ کېدو په ترویج کې رښتینې ملي ګټه لري. موږ په دې باور یو او په حقیقت کې کولای شو چې [د اړیکو] په پرمختګ کې مهم رول ولوبو

انتوني بلینکن زیاته کړه چې د امریکا اوسنی حکومت د مخکني ولسشمر جوبایډن په مهال د «ابراهم تړون» ته ژمن دی، په هغه تړون کې عرب هېوادونه هڅول شوي دي، چې د اسرائيل له دولت سره رسمي روابط پيل کړي. سعودي عربستان ته د هغه د سفر یوه برخه د اسرائیل او سعودي‌ عربستان د اړیکو د عادي کېدو په اړه خبرې هم دي.

XS
SM
MD
LG