د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: له پوتین سره د سولې له هر ډول تړون مخکې د اوکراین پیاوړی کول 'اړین' دی


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن جمعه د جون ۲ (غبرګولي ۱۲مه) وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سولې له هر ډول تړون مخکې، د اوکراین پیاوړې کول 'اړین او مهم' دي.

د بلینکن دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل او جګړې د پای ته رسولو په موخه د خبرو اترو د پیل غوښتنه زیاته شوې ده.

ښاغلي بلینکن چې د فنلنډ په پلازمینه هلسینګي کې یې خبرې کولې وویل: "له هغه ځایه چې موږ د پوتین د هیلو هيڅ خیال نلرو، په دې باور یوو چې معنا لرونکې ډپلوماسي او ریښتینې سوله د یو پیاوړي اوکراین لپاره اړین دی – ترڅو دغه هېواد د راتلونکي هر ډول تیري پر وړاندې د دفاع توان ولري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې وکړې چې د روسیې دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو د اوکراین د دافع هوا سیسټم چې د مهمو پوځي بنسټونو ساتنه یې کوله، په راکټي بریدونو سره په نښه کړ.

تر دې یو ورځ وړاندې، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي، د اروپايي ټولنې مشرانو ته خبرداری ورکړ چې د شمالي اټلانټیک تړون (ناټو) کې د اوکراین د غړیتوب په اړه هر ډول شک به روسیه وهڅوي چې پر نورو هیوادونو برید وکړي.

اوکراین د روسیې د پوځي یرغل لږ وروسته د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې، د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه او د همدې کال په جون میاشت کې یې د نوماند دریځ ترلاسه کړ.

زیلینسکي همداراز خبرداری ورکړ چې، د پریکړې ځنډول به د لویدیځ ځواک کمزوری کړي.
هغه زیاته کړه: " که دا شکونه د جدي امنیتي تدبیرونو یا زموږ د یووالي په اړه وي او یا هم ښايې د اوسنیو ننګونو سره د مقابلې لپاره زموږ د وړتیا په اړه وي، نو هر شک نوره ناامني راولي."

هغه وویل: "موږ عادلانه سولې ته اړتیا لرو. له همدې امله هر هغه اروپایی هیواد چې له روسیې سره پوله لري او نه غواړي چې روسیه یې ټوټه ټوټه کړي باید د اروپایي ټولنې او ناټو بشپړ غړی وي."

د روسیې د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ددغه هېواد هوايي ځواکونو "د شپې په اوږدو کې، د رهبري شویو توغندیو پر مټ د دښمن د دافع هوا سیسټم چې په اوکراین کې یې د مهمو پوځي تاسیساتو ساتنه کوله، بریدونه ترسره کړل."

په ورته وخت کې د مسکو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د اوکراین سره په پوله کې د روسیې په بلګورود سیمه کې د توغندیو په بریدونو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې روسیې د شپږمې پرله پسې ورځې لپاره د اوکراین پر پلازمینه کیف باندې د شپې له خوا بریدونه کوي.

سره له دې چې پلازمینه کیف سږکال د روسیې له بریدونو څخه یوه اندازه خوندي و، خو د مې په میاشت کې نږدې هره شپه د مسکو د بریدونو هدف ګرځیدلې دی.

XS
SM
MD
LG