د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د  ناټو د سایبري دفاع د مرکز غړی شو 


د استونیا په تالین کې د ناټو د سایبري دفاع مرکز
د استونیا په تالین کې د ناټو د سایبري دفاع مرکز

د استونیا په پلازمینه تالین کې میشت د ناټو د سایبري دفاع ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې اوکراین د ناټو د سایبري دفاع د مرکز غړی شو.

اوکراین تمه ښودلې چې ددې مرګز سره په یو ځای کیدو سره په ناټو تړون کې ددې هیواد د راتلونکي غړیتوب لپاره "مخ په وړاندې یو ګام" دی.

د لویدیځ د دفاعي تړون د سایبري دفاع د همکارۍ دغه مرکز زیاته کړې چې دوی آیسلینډ، آیرلینډ او جاپان ته هم ددې مرکز سره یوځای کیدو ته هرکلی ویلی دی.

د استونیا د دفاع وزیر هانو پیوکور په یو بیان کې ویلي دي: "موږ په ځانګړي ډول خوښ یو چې اوکراین دلته وینو."

په بیان کې همداشان ویل شوي، "دا یو ځانګړی فرصت رامنځته کوي چې په ورته وخت کې د روسیې د وحشیانه جګړې په وړاندې د اوکراین په دفاع کې مرسته وکړي او د سایبري جګړې له ډګر څخه زده کړه وکړي، ترڅو د ټولو غړو سایبري امنیت خوندي شي."

په ایستونیا کې د اوکرایین سفیرې ماریانا بیټسا، دغه پیوستون د "ناټو سره د اوکراین د الحاق په لاره کې یو مهم ګام" بللی دی.

دغه مرکز چې اوس د ناټو د غړو هېوادونو برسیره اتو نورو هېوادونو ته غځېدلی، په ۲۰۰۸ کال کې د استونیا په پلازمېنه تالین کې تاسیس شو.

په دې مرکز کې، د اروپا له کوټ ګوټ او متحده ایالاتو څخه د معلوماتي تکنالوژۍ متخصصین د لویدیځ د دفاعي تړون د معلوماتي شبکې د ساتنې لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG