د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ د آرامتیا غوښتنه وکړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن د جنورۍ په دیرشمه (سلواغې ۱۰) په بیت المقدس کې له چارواکو سره تر کتنې وروسته د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د ارامتیا لپاره د سمدستي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې منځني ختیځ ته په رسمي سفر تللی، د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره تر لیدنې وروسته وویل، چې دواړه لوري باید د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او سولې د تامین لپاره سملاسي ګامونه پورته کړي.

د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې دوه ورځې وړاندې یو فلسطیني په ختیځ بیت المقدس کې له یوې کنیسې بهر اووه ملکي وګړي ووژل او له هغه وروسته اسرائیلي پوځیانو په اشغال شوې خاوره د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې وژونکي پوځي عملیات پیل وکړل او لس فلسطینیان یې ووژل.

انتوني بلینکن هیله څرګنده کړه چې امریکا غواړي داسې یو چاپیریال رامنځته کړي چې د اسرائیل او فلسطینیانو د امنیت د احساس د بیا راژوندي کولو لپاره کې په مساوي توګه کار وشي.

په تازه تاوتريخواليو کې د دواړو غاړو چارواکو ويلي چې اسرائيلي ځواکونو يو فلسطينی موټر چلوونکی وژلی دی. د اسرائیل پوځ ویلي، چې دغه موټر چلوونکي یو اسرائیلي عسکر په خپل موټر وهلی او هڅه یې کوله چې وتښتي.

د فرانس پرس د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ کړکېچ د ماشومانو، ملکیانو، بریدګرو او افراطیانو په ګډون د ۳۵ فلسطینیانو د وژل کېدو لامل شوی دی. په ورته وخت کې د یو ماشوم په ګډون شپږ اسرائیلي ولسي وګړي وژل شوي دي.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په رام الله کې د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG