د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ متحد ایریک پرنس "لیبیا ته د وسلو په انتقال " تورن شوی


د ایریک پنس د امنیتي‌شرکت یو شمېر قراردادیان په عراق کې د ولسي خلکو په وژلو هم تورن دي
د ایریک پنس د امنیتي‌شرکت یو شمېر قراردادیان په عراق کې د ولسي خلکو په وژلو هم تورن دي

امریکايي رسنیو د ملګرو ملتونو د پلټونکو د راپور په اساس لیکلي چې د یو خصوصي امنیتي کمپنۍ قراردادي او د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ متحد ایریک پرنس په لیبیا کې په وسلو باندې د ملګرو ملتونو لګول شوی بندیز مات کړی دی.

نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وایي د امنیت شورا هغه پټ راپور یې ترلاسه کړی چې په کې ویل شوي ایریک پرنس لیبیا کې خلیفه هفتر ته« د بهرنیو اجیرانو یو ځواک او وسلې» انتقال کړي دي.

خلیفه هفتر په ۲۰۱۹کې په لیبیا کې د ملګرو ملتونو له ملاتړه د برخمن حکومت د نسکورولو لپاره جنګېده.

نیویارک ټایمز وايي چې د ۸۰میلیون ډالرو په دغو عملیاتي پلانونو کې د ځینو اروپايي اتباعو په ګډون د لیبیا د هغو قومندانانو تعقیب او وژل هم شامل وو چې د خلیفه هفتر مخالفت یې کاوه.

ایریک پرنس د امریکا د متحدو ایالتونو د بحري ځواک یو پخوانی غړی او د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د معارف د وزیر بیتسي دیواس ورور دی.

هغه د «بلک واټر» په نامه یو خصوصي امنیتي شرکت هم درلوده چې قراردادیان یې په ۲۰۰۷کې په عراق کې د ولسي خلکو په وژلو تورن شول. په تورنو کسانو کې یې څلور تنه مجرم وپېژندل شول چې مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ بیا وبخښل.

د راپور په اساس له دغه تور څخه ښکاري چې ښایي ایریک پرنس د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخامخ شي چې د سفر بندیز هم په کې شامل دی. نیویارک ټایمز وايي چې ایریک پرنس د ملګرو ملتونو په تحقیق کې مرسته نه ده کړې او مدافع وکیل یې هم د دغه راپور په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې ایریک پرنس په هانګ کانګ کې د «فرنټیر سرویس ګروپ» د بورډ غړی او مرستیال هم دی. وايي دغه ګروپ هم د فرانسې خبري اژانس ته په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

په لیبیا کې په ۲۰۱۱کې د ناټو په ملاتړ شوي پاڅون کې نظام نسکور شو او پخوانی ولسمشر معمر القذافي هم ووژل شو.

لیبیا چې د تیلو لویې زیرمې لري، د حکومت له نسکورېدو وروسته په داخلي جګړو کې ښکیل شوه او یو مهال په کې په مرکز طرابلس کې د ملي وفاق حکومت و او په ختیځ کې یې جنرال هفتر واکمن و. جنرال هفتر د جنګي جرمونو له تورونو سره هم مخامخ دی.

د همدغه میاشتې په پنځمه نېټه په سویزرلنډ کې د لیبیا د سیاسي دیالوګ فورم نوې موقته اجرايي اداره اعلان کړه. جنرال هفتر د دغه ابتکار ننګه کړې ده.

XS
SM
MD
LG