د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ورځې ۳۵۰۰۰ سي سي وینې ته اړتیا لري


په کابل کې د وینې د اهدا کولو د اونۍ په لومړۍ ورځ په زیات شمیر خلکو خپله وینه د وینې بانک ته اهدا کړه
په کابل کې د وینې د اهدا کولو د اونۍ په لومړۍ ورځ په زیات شمیر خلکو خپله وینه د وینې بانک ته اهدا کړه

نن یکشنبه د وینې د اهداء کولو نړیواله ورځ ده، په افغانستان کې هم ددغې ورځې د نمانځنې په هدف نن په کابل کې یوه سراسري د وینو د ورکړې کمپاین پیل شو، او د روژې د میاشتې تر را رسېدو به دوام وکړي.

پدې وروستیو کلونو کې په تېره بیا په وروستیو میاشتو کې د وینې د ورکړې دود په رضاء کارو کې خورا زیات دود شوی دی او د وینې د بانک د مسؤلینو په ويناء اوس پنځوس په سلو کې دغه بانک وینه د رضاء کارو ډلو نه د کمپاینونو او یا هم په فردي ډول په وړیا توګه ترلاسه کوي.

دم ګړۍ افغانستان کې اووه ویشت زره رضاء کاره وګړي شته چې په وړیا توګه خپله وینه اهداء کوي او د ناروغان ژوند ژغوري.

د وینې د ورکړې د پنځوس فیصده رضاء کارانو نه پنځه په سلو کې یې مېرمنې جوړوي، پنځه فیصده مېرمنې شته چې د ناروغان ژوند ژغوري او باقاعده وینه ورکوي.

خو له دې سره سره د افغانستان د وینې بانک وايي، لا یې هم اړتیاووې نه پوره کیږي او خلک هڅوي، چې د وینې په ورکړه کې ورسره همکاره شي.

د افغانستان د وینې د بانک رئيس احمد مسعود رحماني وویل "ارقام په کابل کې الحمدلله ډېر پورته دي، مګر د ملک په ټوله سطحه باندې تراوسه هم په هغه حد کې ندي، چې ټولې نیمګړتیاووې او ضرورتونه پدې هکله باندې مرفوع کاندي."

د وینې د بانک مشر وايي، هره ورځ پنځه دېرش زره سي سي وینه توزیع کوي.

د افغانستان په هر ولایت کې د وینې بانک شته، خو د وینې د بانک رئیس وايي په دایکندي او نورستان کې د وینې په راټولولو کې لږ څه ستونزې لري.

نن د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیا د نړیوال سازمان سره یو ځای د وینې د ورکړې، کمپاین هم پیل کړ.

پدغه کمپاین کې یو شمېر وړیا وینه ورکوونکو هم برخه اخېستې وه.

میرجان راسخ د وینې اهداء کوونکی دی، نور هم هڅوي، ترڅو د وینې پدغه کمپاین کې برخه واخلي او خپلې وینې ورکړي او د نورو ژوند وژغوري.

میرجان راسخ وايي" له لازمو ټسټونو وروسته دوی بیا په ناروغانو وینه ویشي."

د افغانستان د وینې بانک وايي، د وینې د توزیع منظم سیستم لري او وینه بېرته هم وړیا ورکول کیږي.

دا بانک وايي، د وینې د هر اهداء کوونکي وينه ټسټ کوي او بیا یې ناروغانو ته ورکوي.

د وینې د بانک د وینې د ټولولو د څانګې مسؤل ډاکټر خالد وايي "دلته چې یو ډونر راځي او مریض ته وینه ورکړي، شپږ قسمه یې ټسټونه کوو، ایچ ای وي، ایچ بي ایس، ایچ سي وي، ویډاریل، او نور "

افغانستان داسې یو هیواد دی، چې جګړې پکې روانې دي، ترافیکي زیاتې پېښې لري، د زیزون په مهال د میندو وینې ته اړتیا ده، له پنځه کلنۍ نه ټیټ ماشومان وینې ته ضرورت لري، نو په همدې خاطر د وينې د ټولولو کمپاینران هڅه کوي، ترڅو له رضاء کارو ډلو نه زیاته وینه راټوله کړي.

بل لورته په تېره یوه لسیزه کې د وینې را ټولول هم سل په سلو کې زیات شوي او د عامې روغتیا ښکیل اړخونه یې مثبت پرمختګ ګڼي

XS
SM
MD
LG