د لاس رسي وړ اتصالات

د ژوند ژغورنې غورځنګ؛ افغان رضاکاران ناروغانو ته ویني ټولوي


شاوخوا ۱۵ ځوانو افغان رضاکارانو د "ژوند ژغورنې" په نامه یو غورځنګ جوړ کړی، چې د وینې ورکوونکو او د اړمنو ناروغانو ترمنځ همغږي رامنځته کړي چې ناروغانو ته ژر تر ژره او وړیا وینه ورکړل شي.

د غورځنګ غړي وايي چې په ډیرو کمو شخصي امکاناتو سره پدې بریالی شوی چې ۳۱۰۰۰ وینې ورکوونکي راجستر کړي.

د ملي بانک کارکوونکی ۳۰ کلن سید یعقوب نورزي درې کاله وړاندې کله چې خور یې ناروغه وه او هره اونۍ یې وینې ته اړتیا درلودله، د خپلو څو ملګرو سره دا غورځنګ پيل کړ.

ښاغلي نورزي امریکا غږ ته وویل: "درې کاله وړاندې زما د خور بډوډي له کاره لویدلي وو او هره اوونۍ یې وینې ته اړتیا درلودله، موږ ټوله اوونۍ د وینې د موندلو لپاره سرګردانه ګرځیدلو او هیڅوک مو نشو موندلی چې وینه ورکړي. هماغه وخت مې فکر وکړ چې د ژوند ژغورنې غورځنګ جوړ کړو تر څو هغه کسان چې وینې ته اړتیا لري سرګردانه نشي. موږ دا حرکت په یو درد او یو احساس پیل کړ او په شخصي پیسو مو وغوښتل یو داسې سیستم جوړ کړو چې په ټول افغانستان کې ټول هغه کسان چې وینې ته اړتیا لري وړیا او په بیړه یې ستونزه حل شي."

دې ډلې خپل فعالیت د فیسبوک پاڼې په پرانیستلو پیل کړ او بیا یې د واټساپ یو ګروپ جوړ کړ او ددغو لارو څخه په استفادې د وینې ورکوونکي له اړمنو سره اړیکه نیسي.

په دې دریو کلونو کې د ژوند ژغورنې غورځنګ توانېدلی چې په ټول هېواد کې د ۳۱۰۰۰ رضاکارانو د نومونو، د تیلیفون شمېرې او د کور ادرسونه راټول کړي.

په دې وروستیو کې دغه غورځنګ په یو اپلیکیشن کې د ټولو وینه ورکوونکو معلومات شامل کړي دي او هر هغه څوک چې وینې ته اړتیا لري کولای شي له دغه اپلیکیشن او یا هم د دغه غورځنګ له فیسبوک پاڼې څخه د وینې ورکونکو معلومات ترلاسه کړي.

ښاغلي نوروزي زیاته کړه: "موږ یو منظم ډیټابیس لرو، دا ۳۱۰۰۰ کسان چې وینه ډالۍ کوي په ټولو ولایتونو کې ثبت دي او زموږ خدمات په ټولو ولایتونو کې شته. موږ له هیچا یا کومې ادارې څخه پیسې نه دي اخیستي او موږ دا کار یوازې د احساس له مخې او خواخوږۍ لپآره کوو.»

د لغمان ولایت اوسېدونکی تاج محمد اتل یو له هغو اړمنو کسانو څخه دی چې له دغه حرکت سره په همغږۍ یې د خپل ناروغ لپاره وړیا وینه ترلاسه کړې ده.

هغه امریکا غږ ته وویل: "د ننګرهار په روغتون کې ناروغ ته مو وینې ته اړتیا وه، زموږ د ناروغ د وینې ګروپ منفي و او د دې وینې موندل خورا ستونزمن وو، ځکه له دوستانو او کورنۍ څخه مو وپوښتل، د هیچا وینه منفي نه وه، یو چا راته د دوی پته راکړه او په انټرنیټ کې مې له دوی څخه مرسته وغوښته، په څو ساعتونو کې یې شپږ تنه د ننګرهار روغتون ته د وینې ورکولو لپاره راولېږل.»

د ملي بانک کارکوونکې ایمان احمد فیضي چې نوم او معلومات یې د ژوتد ژغورنې غورځنګ په ډیټابیس کې ثبت دي او په دې وروستیو کې یې یو اړمن کس ته وینه ورکړې امریکا غږ ته وویل: "په اوسني وضعیت کې چې د خلکو ستونزې او اقتصاد خراب دی، زه پدې باور یم چې موږ باید د خلکو سره په هر ډول چې کولی شو مرسته وکړو، ما د وینې د ورکولو له لارې مرسته وکړه. "

ښاغلي نورزي زیاته کړه چې د وینې ورکوونکو او اړمنو کسانو سره د همغږۍ لپاره د ورځې لږ تر لږه شپږ ساعته کار کوي.

هغه ټینګار وکړ چې دغه حرکت رضاکارانه دی او یوازې د روحي ارامتیا او بشري مرستې په موخه پیل شوی او د دغې ډلې د غړو هدف له اړمنو سره مرسته ده.

رپوټ: د امریکاغږ خبریال - پرویز شمال

XS
SM
MD
LG