د غزې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند پلان یوه مسؤل چارواکي د چهارشنبې په ورځ [اګست ۲۶مه] پر غزې د اسرائیل پر وروستیو بریدونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د امریکا د وړاندیز بدیل "بله جګړه" ده.
د غزې لپاره د سولې د بورډ لوړپوړي استازي نیکولای ملادنوف د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په ټینګار ویلي چې د ټرمپ د ۲۰ مادې پلان کار نه دی درېدلی او "د خبرو اترو له میز څخه د جوړښت میز ته تللی دی."
ملادنوف د چهارشنبې په ورځ وویل حماس د وړاندیز له هغه کلیدي شرط سره موافقه کړې چې وسلې وسپاري او غزه ملکي حکومت ته وسپاري خو د تېر اکتوبر د اوربند راهیسې د اسرائیل دوامداره بریدونه لا هم فلسطینیان وژني، که څه هم په ډېر کم شمېر او د غزې اوسېدونکي وايي چې دا شخړه اوږده شوې ده.
ملادنوف وویل: "دا بریدونه هغه وضعیت نه بدلوي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مه یې رامنځته کړه، بلکې ساتي يې."
ملادنوف د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل: "د دریو کلونو جګړې او شلو کلونو پوځي عملیاتو وروسته، زه پوښتنه کوم، ایا د مهماتو پر یوې بلې زېرمې برید به حماس له بیا وسله وال کیدو یا په غزه کې د خپل کنټرول له پیاوړي کولو څخه منع کړي؟" ده پوښتنه بله پوښتنه مطرح کړه او ویې ویل: "دا به داسې ونه شي. دا یوازې هغه بې وسلې کول ځنډوي چې باید ترسره شوي وای،" او یو ملکي حکومت ته د واک لېږد مخنیوی کوي.
له ملادنوف وروسته امنیت شورا ته د متحدو ایالتنو دایمي استازي مایک والتز خبرې وکړې زیاته کړه چې د پلان په اړه شته اندېښنو ته پاملرنه شوې. هغه وویل: "د امنیت شورا ژمنه په یاد ولرئ: غزه په دوامداره توګه نه شي رغېدلی څو چې حماس جګړې ته د بېرته ستنولو وړتیا ولري." والتز زیاته کړه: "موږ به د بیارغونې پر ځای د بشري مرستو په یوه دوامداره دوره کې بند پاتې شو، تر هغه چې حماس وسلې وسپاري او بې وسلې شي."
په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل د سفیر مرستیالې نوا فورمن د ټرمپ پلان ته د اسرائیل ژمنتیا بیا تازه خو ویې ویل چې دا پلان هغه وخت نه شي بریالی کیدای چې حماس مسلح وي. هغې زیاته کړه چې اسرائیل د وسلو د منځه وړلو په برخه کې له امریکا سره له نږدې کار کوي.
د امنیت شورا له غونډې وروسته، مېرمن فورمن د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل: "د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ما په خپل نوبت کې روښانه شواهد وړاندې کړل چې حماس د ۲۰مادو پلان له مخې د وسلو اېښودو نیت نه لري. د اسرائیل دریځ روښانه پاتې دی: حماس باید په بشپړه توګه، د تایید وړ او په نه راستنېدنکي ډول بې وسلې شي."
ملادنوف همدارنګه وویل حماس باید خپلې ژمنې د پوځي فعالیتونو په کامل درولو او د خپلو تونلونو د شبکو په له منځه وړلو سره پوره کړي. هغه وویل: "هر یوه وسله چې وړل کیږي، هر هغه تونل چې لا هم کار پرې کیږي او هر هغه کاروان چې لا هم مخنیوی یي کیږي، دا بهیر شاته ګرځوي." ملادنوف زیاته کړه چې د فلسطین ملکي وګړي به ددې کار بار په اوږو وړي.
هغه زیاته کړه چې تېره اونۍ د نتنیاهو او د ټرمپ د زوم او سلاکار جیرډ کوشنر سره په یوه غونډه کې "موږ د هغه د حکومت اندېښنې یو پر یو وڅېړلې او هغه برخې مو محدودې کړې چې لا هم تخنیکي کار ته اړتیا لري."
ملادنوف خبرداری ورکړ چې که جګړه بیا پیل شوه نو د بېرته راستنېدو لپاره به هېڅ لارښود پاتې نه وي او د بیا رغونې لپاره به هم هېڅ پاتې نه وي.
د ولسمشر ټرمپ د ۲۰ مادو په پلان کې راغلي: حماس خپلې وسلې وسپاري او د تونلونو خپله شبکه له منځه یوسي؛ اسرائیلي ځواکونه له غزې څخه ووځي؛ یو نوی تکنوکرات فلسطیني حکومت واک ته ورسېږي؛ د یو نړیوال ثبات راوستونکي ځواک ځای پرځای کېدل؛ او د دغې محاصره شوې سیمې بیارغونه.
د سولې بورډ چې مشري یې ټرمپ کوي، یوه نړیواله اداره ده چې هغه د اوربند، د غزې د لنډمهالې حکومتولۍ او بیارغونې د څارنې لپاره جوړه کړې ده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا بورډ په رسمیت وپېژانده.
د حماس ترهګرې ډلې سره د وسلې پرېښودو لپاره د امریکا وروستی تړون د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یو احتمالي پرمختګ په توګه ولیدل شو، کومه جګړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د دغې ډلې د ترهګریزو بریدونو له امله په سویلي اسرائیل کې پیل شوه او له امله یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یې یرغمل ونیول. د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي تر هغه به یې ځواکونه له غزې څخه شاته نه شي څو چې حماس خپلې ټولې وسلې نه وي سپارلې.
فورم \ دبحث خونه