د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د عاشورا په مراسمو کې د بم چاودنه شوې


د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د شعیه مسلمانانو په مراسمو (عاشورا) باندې په برید کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او څه باندې ۵۰ ټپي شویدي.

پیښه پداسې وخت کې شوې چې په پاکستان کې د عاشورا د لسمې ورځې په مناسب شعیه مسلمانانو مراسم ترتیب کړي. پولیسو د هیواد په هغو سیمو کې چې شعیه ګان پکې اوسیږي، امنیتي تدابیر ډیر کړي.

په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې خلک په ځمکه پداسې حال کې پراته دي چې وینې ترې بهیږي او عام خلک یې روغتون ته په لیږدولو کې مرسته کوي. .
پولیس وایي تر اوسه نده معلومه چې چاودنه څه ډول شوې خو چارواکو د عاشورا د مراسمو پر وخت د پاکستان په اکثریت غټو ښارونو کې د ګرځنده ټیلیفونونو خدمات بند کړي وو.

د پاکستانو د ټولو وګړو شاوخوا ۲۰ په سلو کې شعیه ګان دي او پدې هیواد کې د سني مذهب د سخت دریځو ډلو لخوا پرې وخت ناوخته بریدونه کیږي.

د شعیه ګانو ضد سخت دریځو ډلو پخوا هم په پاکستان کې د شعیه مسلمانانو په زیارتونو کې چاودنې کړې او هم یې د عاشورا په مراسمو کې بمونه چولي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د نن پنجشنبې اګست ۱۹ (زمري۲۸) د چاودنې ادعا نده کړې.

XS
SM
MD
LG