د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې وان جهیل کې د ۲۴ افغان پناه غوښتونکو جسدونه پیدا شوي


په ترکیه کې د افغانستان سفارت چارواکي وايي، د دغه هیواد په وان جهیل کې د غرقې شوي کښتۍ په ځای کې د درې ماشومانو په ګډون د ۲۴ افغان پناه غوښتونکو جسدونه پیدا شوي دي.

په انقره کې د افغانستان د سفارت سرپرست حبیب احمد خنجاني پرون دوشنبه جولای۲۰ (چنګاښ۳۰) امریکا غږ ته وویل چې تر اوسه د غرق شوي کښتۍ له ځایه ۵۸ جسدونه را ایستل شوي چې په وینا یې د پاتې جسدونو د رایستلو هڅې هم روانې دي.

ښاغلي خنجاني وویل چې د ترکي کښتۍ چلوونکو له قوله په دغه کښتۍ کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې پناه غوښتونکي سپاره وو. د راپورونو له مخې دغه پناه غوښتونکي د افغانستان، پاکستان او ایران اوسېدونکي وو.

د وان جهیل د ترکیې او ایران پولې ته نژدې موقعیت لري او افغان پناه غوښتونکي چې اروپا ته د تګ نیت لاره، له دغه لارې څخه په تېرېدو سره ترکیې ته داخل شوي وو او له هغه ځایې څخه یې اروپا ته سفر کاوه.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت سرپرست وايي دا چې د غرق شوو پناه غوښتونکو جسدونه د ډير وخت لپاره په اوبو کې پاتې شوي، پېژندل یې سخت شوي دي.

دغه پېښه د تیرې جون میاشتې پر ۲۷مه نېټه رامنځته شوې ده.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر هغه وروسته په یوې اعلامیې کې په دغه پېښه کې د مړو شوو کسانو له دوستانو څخه وغوښتل چې د خپلو دوستانو د پيژندلو په هدف د هغوی عکس او ځینې نور اسناد د بهرنیو چارو وزارت او په ترکیه او ایران کې د دغه هیواد قونسلګریو ته وسپاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه له ټولو خلکو وغوښتل چې له غیر قانوني سفرونو په ځانګړي ډول له انساني قاچاقبرانو سره له تګ څه ډډه وکړي.

د ترکي رسنیو د راپورونو په اساس، دغه کښتۍ په تاریکۍ کې له وان جهیل څخه تېریدله، د دغه جهیل په سل مترۍ ژوروالي کې غرقه شوه.

د تیر کال په ډسمبر میاشت کې هم د افغان، پاکستاني او بنګله دېشي پناه غوښتونکو یوه بله کښتۍ هم په وان جهیل کې غرقه شوه چې له امله یې ۷ پناه غوښتونکي مړه شول او ۶۴ نور وژغورل شول.

XS
SM
MD
LG