د لاس رسي وړ اتصالات

د بولیویا ولسمشر د امریکا د سفارت د تړلو ګواښ کړی


د بولیویا ولسمشر ایوو مورالیس په داسي حال کې چې د جنوبي افریقا د مشرانو له خوا یې ملاتړ شوی دی، خبرداری یې ورکړی چې په،، له پز،، کې به د امریکا سفارت بند کړي.

ولسمشر مورالیس ځکه په غوصه دی چې په اروپا کې یی الوتکه په زوره کښینول شوې ځکه شک وو چې په الوتکه کې یې ایډورډ سنوډن سپور نه وي.

د ارجنتین، ایکوادور، سورنیم، یوروګوای او وینزویلا ولسمشرانو د پنجشنبې په ورځ د بولیویا د کوچابمبه په ښار کې غونډه وکړه. دغو ولسمشرانو د فرانسې، ایټالیې، پرتګال او هسپانیې څخه وغوښتل چې د هغه اقدام په خاطر دي بخښنه وغواړي چې روانه اونۍ یې د بولېویا د ولسمشر الوتکې ته اجازه نه ده ورکړې چې ددغو هیوادونو د فضا څخه تیره شي.

ولسمشر مورالیس پر واشنګټن باندي تور ولګوی چې پر اروپايي هیوادونو باندي یې فشار وارد کړی دی چې نوموړی د دوي د هوايي فضا څخه تیر نشي. د هغه الوتکه د سې شنبې په ورځ په ویانا کې په زوره راکښته کړل شوه چې نوموړي دغه اقدام د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې ده.

چارواکي وايي چې سنوډن په الوتکه کې سپور نه وو او وروسته د ولسمشر مورالیس الوتکې ته اجازه ورکړل شوه چې د چارشنبې په ورځ حرکت وکړي.

د بولیویا مشر په روسیې کې په یوه غونډه کې ګډون کړی وو چیري چې یې ویلي وو چې هغه به د سنوډن د سیاسي پنا پر مسلې باندي غور وکړي.

د بلومبرګ په خبري ریپوټونو کې راغلي دي چې د جنوبي امریکا ولسمشرانو ویلي دي چې د موضوع په اړه دي د جولای پر ۱۲ مې نېټې باندي په یوراګوې کې بله غونډه راوبلل شي چې پېښه نوره وسپړل شي.

سنوډن اوس هم د عامه نظر څخه پټ دی او ویل کېږي چې د مسکو د یوه هوايي ډګر په ترانزیت سیمه کې بند پاته دی او د لسو څخه زیاتو هیوادونو ته یې د سیاسي پناه درخواست ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG