د لاس رسي وړ اتصالات

د اېشوریا رای د کروناوېروس آزماېښت منفي وتلی 


 ابیشېک بچن ټویټ کړی چې د اېشوریا او د لور د کروناوېروس ټسټونو نتیجه منفي وتلې او دواړه بېرته کور ته ستنې شوې دي
ابیشېک بچن ټویټ کړی چې د اېشوریا او د لور د کروناوېروس ټسټونو نتیجه منفي وتلې او دواړه بېرته کور ته ستنې شوې دي

د بالیوډ سینما لوبغاړې او د نړۍ د ښکلا پخوانۍ ملکه اېشوریا رای بچن او اته کلنه لور یې له روغتون نه رخصت شوي دي.

د مېرمن بچن مېړه ابیشېک بچن ټویټر کې لیکلي چې د اېشوریا او د لور د کروناوېروس ټسټونو نتیجه منفي وتلې او دواړه بېرته کور ته ستنې شوې دي.

ابیشېک لیکلي چې دی او پلار یې اميتابچن اوس هم په روغتون کې د کروناوېروس له کبله تر درملنې لاندې دي.

اميتابچن چې په لږترلږه ۲۰۰ هندي فلمونو کې کار کړی د جولای میاشتې په ۱۱مه نېټه اعلان وکړ چې په کروناوېروس اخته شوی دی.

امیتابچن د کروناوېروس د مخنيوي په کمپاین کې لویه ونډه لرله. هغه د ماسک د تړلو او په کور کې د پاتې کېدو لپاره ګڼ اعلانونه جوړ کړي وو.

د سختو محدودیتونو له لګولو سره سره، هند کې د کروناوېروس د مثبتو پېښو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

په هند کې په کروناوېروس د ۱۴۳۵۰۰ خلکو د اخته کېدو خبر ورکړل شوی دی. له امریکا او برازیل وروسته، هند درئیم هېواد دی چې ګڼ شمېر خلک یې په کروناوېروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG