د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ کې د کروناویروس پيښې له ۱۵ میلیونو واوښتې - رویټرز


پر کرونا ویروس د اخته کس انتقال
پر کرونا ویروس د اخته کس انتقال

د رویټرز خبري آژانس د شمیرو له مخې په نړۍ کې د کروناویروس مثبتې پيښې د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۲ (زمري ۱) له ۱۵ میلیونو واوښتې.

خو، د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون شمیرې ښیي چې د چهارشنبې تر سهاره ۱۴۹۷۶۴۵۳ کسان په نړۍ کې پدغه ویروس اخته شوي دي.

امریکا د نړۍ د ټولو هیوادونو په نسبت د کروناویروس ډیرې پيښې لري او اوسمهال ۳.۹۱ میلیونه پيښې ثبت شوي دي. جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، خبرداری ورکړی چې " احتمالا امریکا کې به وضعیت له ښه کیدو مخکې خراب شي."

پنځه هغه هیوادونه چې د کروناویروس ډیرې پيښې لري برازیل، هند، روسیه او جنوبي افریقا دي خو د رویټرز د شمیرو له مخې، دا ویروس د امریکایانو تر منځ په چټکۍ سره د خپریدوو په حال کې دی. یوازې امریکا د نړۍ د ټولو مثبتو پيښو څه باندې نیمايي او د مړینو نیمايي شمیر لري.

رویټرز د رسمي راپورونو په حواله وايي، په نړیواله کچه، په نویو واقعاتو کې د ویروس د کراریدو نښې نه معلومیږي.

د کروناویروس لومړی مورد د جنوري میاشتې په لومړیو کې د چین په وهان کې وموندل شو او په پنځلسو اوونیو کې دوو میلیونو کسانو ته خپور شو. خو د جولای په ۱۳ له دیارلسو میلیونو څخه یوازې په اتو ورځو کې څه باندې ۱۵ میلیونو کسانو ته ورسید.

صحي متخصصین ټینګار کوي چې په یو شمیر هغو هیوادونو کې چې د کروناویروس د ټسټ کولو ظرفیت ټیټ دی، پر ویروس د اخته کیدونکو کسانو او مړینې ارقام په بشپړ ډول نه خپریږي.

په داسې حال کې چې د کرونا ویروس لومړۍ څپه اوس هم په یو شیمر هیوادونو کې مخ په لوړیدو ده او واقعات یې زیاتیږي، خو یو شمیر نورو هیوادونو د ټولنیز واټن د رامنځ ته کیدو په برخه کې جدي اقدامات وضع کړي دي.

په برازیل کې د هغه هیواد د جمهور رئیس خاور بولسورانو په ګډون څه باندې ۲.۱۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او څه باندې ۸۱ زره کسان مړه شوي دي.

هند بل یوازینی هیواد دی چې څه باندې یو میلیون واقعات لري. د چهار شنبې په ورځ په هغه هیواد کې د ۴۰ زره نویو پيښو خبر ورکړل شوی دی.

سره له دې چې هند د اقتصادي فعالیتونو د بیرته پیلیدو هڅې کوي، هغه هیواد پر کرونا ویروس سربیره د سیلابونو د راوتلو له مشکل سره هم مخ دی.

د جنوبي افریقا د کابینې دوه وزیران هم د کرونا ویروس له امله په روغتون کې بستر شوي وو او د ویروس د مثبتو پيښو شمیر څه باندې ۳۷۲ زره او د مړینو شمیر څه باندې پنځه زره ته رسیدلی دی.​

XS
SM
MD
LG