د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کروناویروس ضد واکسین د جوړولو کار چټک شوی دی


د امریکا ولسمشر وايي چې په نړۍ کې د کروناوېروس لپاره د واکسین جوړولو په سیالیو کې مېلیاردونه ډالر لګول شوي دي
د امریکا ولسمشر وايي چې په نړۍ کې د کروناوېروس لپاره د واکسین جوړولو په سیالیو کې مېلیاردونه ډالر لګول شوي دي

په امریکا کې د کروناوېروس د خپرېدو په درشل کې دا دویم ځل دی چې د هغه هېواد ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ماسک سره راڅرګندېږي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ (جولائ ۲۷مه) په شمالي کارولېنا ایالت کې د کروناوېروس ضد واکسین د جوړولو یوې فابریکې ته تللی و.

ولسمشر ټرمپ له سفر مخکې خبریالانو ته وویل: "زه باور لرم چې امریکایان سم کار کوي خو موږ جداً ټولو ته سپارښتنه کوو چې ټولنیز واټن په پام کې ونیسي، حفظ الصحه مراعات کړي، ګڼې ګوڼې او میخانو ته دې له تللو ډډه وکړي او که مناسب وې ماسک دې وتړي."

د امریکا ولسمشر وویل چې په نړۍ کې د کروناوېروس لپاره د واکسین جوړولو په سیالیو کې مېلیاردونه ډالر لګول شوي دي.

امریکا کې ګڼ شمېر خلک په کروناوېروس اخته شوي او سلګونه زره کسان ددې وبا له امله مړه شوي دي خو ولسمشر ډانلډ ټرمپ لدغه وېروس سره د خپل حکومت مبارزه ګټوره بولي او ترې دفاع کوي.

ټرمپ وایي چې امریکا "د خپلو پېښو راپور ورکوي او د نړۍ زیاته برخه یې نه کوي." د ټرمپ په وینا په متحده ایالتونو کې ۵۲ مېلیون ټسټونه شوي دي.

د یوې معلوماتي وېب پاڼې له مخې، تېره اونۍ کروناوېروس په پرله پسې پنځو ورځو کې هره ورځ ۱۰۰۰ امریکایان مړه کړي دي.

یو شمېر روغتیايي متخصصین وايي چې د ناروغیو لپاره د خوندي او ګټور واکسین د جوړولو بهیر کله کله کلونه وخت نیسي.

د امریکا په شمول په ګڼو نورو هېوادونو کې هم د کروناوېروس د واکسین پر جوړولو کار روان دی خو تراوسه پورې هر څه په آزماېښتي پړاو کې دي.

XS
SM
MD
LG