د لاس رسي وړ اتصالات

د سومالیا په موګادیشو کې چاودنې څه دپاسه ٧٠ تنه وژلي


د سومالیا په مرکز موګادیشو کې په یو بس موټر کې زوروي چاودنې لږ تر لږه ٧٣ تنه وژلي دي.

د موگادیشو ښاروال عمر محمود محمد د شنبې په ورځ دسمبر په ٢٨ (مرغومي ٧) خبریالانو ته وویل چې پدغه پیښه کې ٩٠ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه د موګادیشو ښار د ګڼې ګونې څخه په یو ډک چیک پاینټ کې شوې ده.

د رپوټونو له مخې ددې پیښې اکثر قربانیان محصلین دي.

د موگادیشو د پولیسو مقاماتو ویلي چې د پیښې د قربانیانو له جملې نه دوه تنه یې د ترکان دي.

په سیمه کې د سبدو علي په نوم یو ۵۵ کلن سپین ږیري رویټرز خبري اژانس ته د ټلیفون له لارې ویلي، چې په پیښه کې خلکو ته درنده مرگ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه هیڅ کوم شخص او یا ډلې ددغې چاودنې مسؤلیت ندی منلی، خو په سومالیا کې د الشباب وسله واله ډله فعاله ده او دمخه یې د زیات شمیر دغه ډول چاودنو د کولو مسؤلیت اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG