د لاس رسي وړ اتصالات

په سومالیا کې د تېرې میاشتې ځانمرګې بریدګره، یوه ړنده ښځه وه


دا اول ځل دی چې یوه نابینا ښځه په سومالیا کې ځانمرګی برید کوي
دا اول ځل دی چې یوه نابینا ښځه په سومالیا کې ځانمرګی برید کوي

په سومالیا کې چارواکي‌ وایي‌ د تېرې میاشتې ځانمرګی برید یوې ړندې/نابینا ښځې کړی و.

په دغه برید کې چې د جولاۍ په ۲۴ وشو، د موګادیشو د ښاروال په ګډون اوه تنه وژل شوي‌ وو چې مسئولیت یې د الشباب ډلې منلی و.

د موګادیشو ښاروال عبدالرحمن عمر عثمان په برید کې ژوبل شوی و چې بیا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې وه.

د سومالیا د امنیت وزارت وایي "څیړنو وښوده چې برید یوې ړندې ښځې د یوې بلې ښځې په مرسته کړی و. دوې دواړه په سیمه کې کار کاوه."

د امنیت وزارت په اعلامیې کې راغلي دي "ځانمرګې یوه ړنده/نابینا ښځه وه او د خپل معلولیت څخه په استفادې له امنیتي خنډونو څخه تېره شوې او د ښاروال دفتر ته یې ځان رسولی و."

چارواکي‌ وايي له دغې ښځې سره چې کومو کسانو مرسته کړې ده، اوس له سیمې تښتېدلي‌ دي.

وايي بریدګرې او مرستندویانو یې له خپلو دفترونو څخه یوه میاشت مخکې رخصت اخیستی و او د الشباب ډلې یوې سیمې ته هم ورغلې وې.

چارواکي الشباب ډله تورنوي چې له معلولو کسانو څخه د خپلو سیاسي‌ اهدافو لپاره ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG