د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې د راکټ مرمۍ چاودنې اوه ماشومان وژلي


محلي مقاماتو ویلي دغه مرمۍ د ناچاودیدلو جنگي مهماتو له جملې څخه وه
محلي مقاماتو ویلي دغه مرمۍ د ناچاودیدلو جنگي مهماتو له جملې څخه وه

د لغمان ولایت مهترلام ښار د بصرام په سیمه کې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې اوه ماشومان وژلي او اته نور یې زخمیان کړي دي.

د لغمان ولایت د مقاماتو په وینا دا پېښه نن ماښام (وري ٢٥) پنځه بجې شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزي امریکا غږ ته وویل چې پدغه چاودنه کې اوه ماشومان وژل شوي او لس نور زخمیان دي. د هغه په وینا د ټولو وژل شویو عمرونه له پنځلسو کالو څخه کم او ټول هلکان دي.

د لغمان د مرکزي روغتون رئیس ډاکټر فاروق سهاک امریکا غږ ته وویل چې له دغې پېښې څخه دوی ته اوه جسدونه او لس ټبیان انتقال شوي دي. د ډاکټر سهاک په وینا د یو ټپي روغتیايي حالات نازک و، د ننګرهار روغتون ته یې لېږدولی دی.

د لغمان د ولایتي شورا غړي ګلزار سنګروال امریکا غږ ته وویل چې مرمۍ د یوې ویالې په منځ کې پرته وه، ویاله وچه شوې وه او ماشومانو دغه مرمۍ په لاسو کې راخیستې وه، ګڼ ماشومان ترې راتاو شوي وو چې د یو ماشوم له لاسه لوېدلې او چاودیدلې ده.

د سیمې یو اوسېدونکي احمد الله فولاد امریکا غږ ته وویل چې ماشومانو په پټیو کې د واښه کولو پر وخت ناچاودې مرمۍ ته راټول شوي وو چې بیا پرې همدغه مرمۍ چاودیدلې ده.

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې په ٢٠١٨ میلادي کال کې په افغانستان کې ٣٨٠۴ کسان د جگړو او تاوتریخوالي په وجه وژل شوي دي چې ددې جملې نه ۴ فیصده یې د هغو مهماتو په وجه دي چې ندي چاودیدلي.

XS
SM
MD
LG