د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې ماین چاودنې د قوماندان په ګډون څلور پولیس وژلي


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د فاریاب ولایت د قرم قل ولسوالۍ د امنیه قومانداۍ سرپرست له خپلو څلورو ساتونکو سره د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش نن چهارشنبه نومبر۱۸(لړم۲۸) امریکا غږ ته وویل چې د صفر رئیس بیدار پر ټانک باندې یاده چاودنه تېره شپه شوې ده.

هغه وویل چې نوموړی په قرم قل ولسوالۍ کې نورو پولیسو ته مرسته رسول چې خپله د ماین ښکار شو.

د فاریاب چارواکي وايي چې دغه ماین طالبانو ځای پر ځای کړی و، خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي چې صفر رئیس بیدار په فاریاب کې د جنرال عبدالرشید دوستم له نژدې او مهمو جنګي قوماندانانو څخه و.

د راپورونو په اساس جنرال دوستم د پېښې له رامنځته کېدو سره سم یادې سمې ته تللی دی.

د یادونې وړ ده چې وړمه شپه د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان نور خدا هم په وسله وال برید کې وژل شوی و.

بلخوا په همدې شپه په بدخشان ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان له خپلو لسو ملګرو سره په وسله وال برید کې وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG