د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې ۱۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي ـ چارواکي


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

د بدخشان د ولایتي شورا یو غړی وايي، د یاد ولایت په جرم ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې ۱۰سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د ولایتي شورا غړي جاوید مجددي نن سې شنبه نومبر ۱۷ (لړم ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې یاد سیمه ییز پولیس تېره شپه د جرم ولسوالۍ په «پل کیبلي» سیمه کې پر امنیتي پوستو د طالبانو برید کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه نښته کې د عمر په نوم د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان هم وژل شوی او ۱۵ نور سیمه ییز پولیس ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د بدخشان د ولایتي شورا یو بل غړی عبدالله ناجي نظري بیا وايي چې د جرم ولسوالۍ د کیبلي پول پر امنیتي پوسته په برید کې ۱۱ تنه محلي پولیس وژل شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې طالبانو دوه هاموي ټانکونه له ځان سره بیولي دي او پوستو ته یې اور اچولې او له سیمې وتلي دي.

ناجي نظري وايي چې کیدای شي په دغه جګړه کې درې یا څلور تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي وي.

پر همدې مهال د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني وايي چې د جرم ولسوالۍ د کیبلي پول پر امنیتي پوسته وسله والو طالبانو برید کړی چې په نتیجه کې مخالفو وسله والو ته هم درانه تلفات اوښتي دي.

هغه زیاتوي چې په دغه نښته کې لسو سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یو بل له مخې تیره شپه د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان نور خدا هم د ناڅرګندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د چارواکو په وینا نوموړی کاپیسا ولایت ته تللی و چې د بیرته راګرځېدو پر مهال په ګلدان سیمه کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې وژل شوو.

تر دا مهاله د دغه دواړو بریدونو په اړه وسله والو طالبانو او یا بلې کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG