د لاس رسي وړ اتصالات

د ناڅرګند راتلونکي له امله افغانستان څخه د پوهو او مسلکي کسانو وتل


د طالبانو له راتګ وروسته له افغانستان څخه د خلکو وتل هم پیل شوي
د طالبانو له راتګ وروسته له افغانستان څخه د خلکو وتل هم پیل شوي

له افغانستان څخه د امریکايي ‌ځواکونو له وتلو وروسته، بهر ته د پوهو او متخصصو افغانانو وتل په دغه جنګ ځپلي هیواد کې عادي حالت ته د ورګرځېدو په وړاندې یو جدي ګواښ دی.

د چارو کارپوهان اندېښنه څرګندوي چې د استعدادونو وتل د طالبانو په حکومت باندې ناوړه اغېز کولی شي.

په زرګونو تجربه لرونکي افغانان د ناڅرګند راتلونکي له امله له افغانستان څخه وځي، چې یو شمیر یې مسلکي او تجربه لرونکي ملکي مامورین او حقوقپوهان دي.

که څه هم ډیر مسلکي او پوه کسان هڅه کوي چې له دغه هیواد څخه ووځي، یو شمیر نور په افغانستان کې پاتې شوي او وايي دوی غواړي له طالبانو سره د هیواد په بیا ابادلو کې مرسته وکړي.

د بامیانو پوهنتون د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو مخکې ۷۰۰۰ زره محصلین درلودل، خو اوس له محصلینو تش او راتلونکی یې هم نامعلوم دی. ډیرو خلکو بامیان پرې ایښی.

د بامیانو د پوهنتون مرستیال محمد رضا ابراهیم له بامیان څخه د پوهو کسانو د وتلو په هکله وايي:" زه فکرکوم عمده دلیل به یې د طالبانو تیر رژیم وي، له پوهانو، خبریالانو، مطبوعاتو، ښځو او نورو قشرونو سره د دوی د چلند څرنګوالی. خلک له ۲۰۰۱ کال مخکې د طالبانو د رژیم خاطرې په یاد لري او داچې دې کته ګورۍ خلکو سره یې څه ډول چلند کاوه."

پرستو فروغ د طالبانو له راتګ مخکې په یوه خصوصي انستتیوت کې د انګریزي ژبې درس ورکاوه، خو اوس په کورناسته ده.

هغې وویل :" زه اوس د ډیرې ناهیلۍ احساس کوم، ډار زما په ژوند کې د هیلې ځای نیولی دی. ځکه پخوا مې ډیر ارمانونه درلودل چې په خپلو چارو کې ډیره کامیابه شم، خو اوس زه په افغانستان کې کومه هیله نه لرم، ځکه ماته حتی د درس ورکولو اجازه نه راکوي."

کله چې طالبان قدرت ته ورسېدل، پرستو او پلار یې دواړو خپلې دندې له لاسه ورکړې ځکه دواړه ښوونکي وو. هغه وايي کورنۍ یې اوس له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده.

خو د یوه سمیه ایز ښوونیز انستتیوت ښوونکی عیسی امید په دې باور دی چې هرڅه له منځه نه دي تللي او که څه ده ته له وطن څخه د وتلو فرصت مساعد و، هغه پرېکړه وکړه چې پاتې شي.

ښاغلی امید وویل:" زه دلته پاتې یم، زما په شان نور ډیر خلک هم شته او راتلونکي ته خوشبینه دي، دا زمونږ هیواد دی او مونږ یې باید ودان کړو، دا زمونږ مسئولیت دی."

طالب مشرانو له مسلکي افرادو غوښتي چې په هیواد کې پاتې شي او خپل هیواد بیرته ودان کړي.

د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد وویل : "مونږ به کوښښ وکړو چې دوی تهدید نشي. د هغو کسانو لپاره به فرصتونه رامنځته کړو چې غواړي بیرته راشي. زه یوځل بیا د نړۍ په بیلابیلو برخو کې په ټولو افغانانو چې په خپلو مسلکونو کې تخصص لري غږ کوم، چې بیرته راشي. دوی باید بیرته راشي او په خپلو استعدادونو سره خپل مملکت جوړ کړي، دا یې کور دی."

ښاغلی ابراهیم وايي که طالبان غواړي چې حکومت یې دوام پیداکړي، باید په خپلو کړنو کې بدلون راولي او په خلکو باندې په زور سره د حکومت کولو، پرځای د خلکو ملاتړ جلب کړي او په زړونو یې حکومت وکړي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو له وتلو او کابل ته د اګست په ۱۵ نېټه د طالبانو له ننوتلو وروسته له هغه هېواد څخه د خلکو د انتقال عاجل بهیر هم پيل شو.

امریکايي چارواکي وايي شاوخوا ۱۲۴زره کسان یې تر دې دمه له افغانستان څخه اېستلي دي. نورو هېوادونو هم زرګونه کسان اېستلي دي.

په اېستل شویو کسانو کې د بشري حقونو فعالان، د ښځو د حقونو فعالان، خبریالان، د مخکني حکومت چارواکي او مسئولین، د ناټو د ځواکونو همکاران او ترجمانان او دا ډول نور افراد شامل دي.

XS
SM
MD
LG