د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه ۲۰ بډایه هیوادونو ته: له افغانستان سره مرسته وکړئ


مارتین ګریفیټس د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو همغږی کوونکی
مارتین ګریفیټس د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو همغږی کوونکی

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیټس د شل بډایه هیوادونو ( جي ۲۰) له مشرانو چې د اکتوبر په ۳۰ او ۳۱ په روم کې غونډه کوي، غوښتي چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

هغه دغو مشرانو ته په خطاب کې وویل : "د افغانستان په اړه ډیر محتاط و اوسئ. د افغانستان په هکله اندېښنه ولرئ."

نوموړی په داسې حال کې دغه غوښتنه کوي چې د افغانستان اقتصاد د پاشل کېدو په حالت کې دی او د دغه هیواد د نفوس نیمايي برخه د ژمي په رارسېدو سره، کافي خواړه نه لري.

هغه د جمعې په ورځ د اکټوبر ۲۹ ( لړم ۷) له اسوشیټدپرس سره په مرکه کې وویل چې له پنځو کلونو لاندې د افغان ماشومانو نیمايي برخه د سختې خوارځواکۍ ( سو تغذیې) له خطر سره مخامخ ده او په هر ولایت کې د شري ناروغي خپره ده .

هغه وویل:" د بیلابیلو عواملو له کبله په افغانستان کې د خلکو اړتیاوې بیخي زیاتې دي. د هیواد د نفوس نیمايي‌ برخه کافي خواړه نه لري او نه پوهیږې چې د سبا ورځې ډوډۍ له کومه کړي. د پنځو کلونو لاندې عمر لرونکو ماشومانو نیمايي برخه د سو تغذیې له خطر سره مخامخ ده."

ښاغلي ګریفیټس وویل د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو اف پي) په افغانستان کې همدا اوس څلور میلیونو خلکو ته خوراکي مواد برابروي، خو ملګري ملتونه وړاندوینه کوي چې د ژمي او اقتصاد د ویجاړېدو له امله به دغه شمیره درې چنده یعنې ۱۲ میلونو کسانو ته لوړه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام تیره اونۍ د روان عیسوي کال ترپایه د خپلو پروګرامونو د تمویل لپاره د ۲۰۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه. ښاغلي ګریفیتس د امریکا او اروپايي هیوادونو په ګډون له هغو هیوادونو څخه چې خپلې انکشافي مرستې یې په افغانستان باندې د طالبانو له تسلط وروسته ځنډولي دي غوښتنه وکړه چې دغه پیسې د بشري مرستو پروګرامونه ته ورکړي.

هغه وویل:" بشري مرستې په دې اصل باندې بنا دي، چې په یوه هیواد کې حاکم نظام ته له کتو پرته کله چې ضرورت ورته وي، باید وشي، په دې لحاظ بشري مرستې بې قید او شرطه دي. زه له دغو هیوادونو غواړم چې خپلې مرستې مونږ ته راکړي چې مونږ په ښې طریقې ورڅخه ګټه واخلو. د اوږد مهاله انکشافي پروژو لپاره ځانګړې کړې پیسې مو مونږ ته راکړی چې په بشري چارو یې ولګوو."

د هغه په خبره له پنځو کلونو د کم عمر لرونکو ماشومانو سو تغذیه ډیره مهمه ستونزه ده چې باید ژر حل شي.

هغه وویل په افغانستان کې اوس جنګ نشته او له دغه فرصت څخه باید ګټه واخیستل چې له خلکو سره د ښه ژوند په برابرولو کې مرسته وشي.

د طالبانو له خوا د قدرت له ترلاسه کولو وروسته متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک ۱۰ میلیارډه ډالره پانګه کنګل کړه ، نړیوال بانک او نورو مرسته کونکو هیوادونو د خپلو انکشافي پروژو تمویلول بند کړل.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل د رویټرز خبري اژانس ته وویل:" پیسې د افغانستان په ملت پورې اړه لري. یواځې زمونږ پیسې مونږ ته راکړی. د دغو پیسو کنګل کول یو غیر اخلاقي او د ټولو نړیوالو قوانینو او ارزښتونو خلاف کار دی."

ښاغلي حقمل همدارنګه وویل چې بشري کومکونه د افغانستان له خلکو سره ډیره لږ مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG