د لاس رسي وړ اتصالات

اړمنو ته دوچې ډوډۍ وېش په ټول افغانستان کې پیلیږي


افغان حکومت وايي د وچې ډوډۍ د وېش لومړی پړاو بریالی و
افغان حکومت وايي د وچې ډوډۍ د وېش لومړی پړاو بریالی و

افغان حکومت وايي چې د کابل، ننګرهار، بلخ،‌ هرات، کندهار او کندز ولایتونو څخه وروسته به په ټول هېواد کې په اړمنو وچه ډوډۍ وېشي.

ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا دوې اونۍ مخکې په دغو شپږو ولایتونو کې د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام پیل کړ.

ارګ وايي چې دا لړۍ بریالۍ وه او اوس به یې په ۲۸ نورو ولایتونو کې هم پیلوي.

د ارګ د شنبې د ورځې مۍ۹ (غوايي۲) په اعلامیې کې ویل شوي دي‌ چې ولسمشرغني د ټولو ولایتونو له والیانو سره د ویدیو کنفرانس له لارې غږیدلی او په دې اړه ټول چمتوالي نیول شوي دي.

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر افغان حکومت ځینې لوی ښارونه وتړل چې ورسره د بېکارۍ کچه هم لوړه شوه او په ځانګړي ډول هغه کسان چې په روزمزد یې ژوند کاوه، له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شول.

افغان حکومت د دغې ستونزې د حل لپاره په لومړي سر کې د وړو، بیا د غنمو او اوس یې د وچې ډوډۍ وېش پیل کړ.

د ۲۸ ولایتونو والیانو ویلي دي چې په دغه بهیر کې به د شپږو هغو ولایتونو د ولایانو له تجربو ګټه واخلي چې د وچې ډوډۍ وېش په کې بریالی و.

سره له دې چې افغان حکومت دا یو بریالی بهیر بولي خو په دغو شپږو ولایتونو کې د ډوډۍ د وېش پر مهال د عدم شفافیت ځینې راپوونه او شکایتونه هم شوي دي او ویل کیږي چې په ځینو برخو کې غیر اړمنو ته هم ډوډۍ ورکړل شوې ده.

څو اونۍ مخکې د کابل ښاروالۍ مامورینو د ښار د ګذر یو وکیل او دوه همکاران یې د ۲۰۰ بوجیو وړو د غلا په تور ونیول.

په همدې حال کې افغان چارواکو له خلکو غوښتي چې د وچې ډودۍ د وېش پر مهال دې د یو بل ترمنځ‌ واټن وساتي چې دکروناویروس دخپرېدو مخه ونیول شوي.

د کروناویروس تر دې دمه په ټول افغانسان کې ۱۱۵ تنه مړه کړي او ۴۰۳۳ نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG