د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنګټن کې د چینايي ډاکټر په نوم د یو سړک د نومولو هلې ځلې 

په هانګ کې د ډاکټر لي په یاد غونډه
په هانګ کې د ډاکټر لي په یاد غونډه

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې ځینو وکیلانو هلې ځلې پیل کړي دي چې په واشنګټن کې د چین سفارت مخې ته سړک د هغه چینايي ډاکټر په نوم کړي چې د کروناویرس له کبله مړ شو.

د استازو په خونه کې د جمهوري غوښتونکو ګوند استازې لیز چینې دا لایحه وړاندې کړې ده.

هغې وویل: "ښايي دا کار نړۍ او د چین حکومت ته یو تلپاتې یادښت وي چې حقیقت او آزادي‌ ګټونکي‌ دي، موږ به د ډاکټر لي زړورتیا نه هېرو او د چین کمونست ګوند سره به د درواغو له کبله حساب او کتاب وشي."

د پنجشنبې په ورځ مۍ۷ د امریکا د متحدو ایالتونو په سنا کې هم همداسې یوه لایحه مخې ته شوه. سناتور بن ساسي وویل: "ډاکټر لي د چینایانو لپاره یو اتل"دی.

ښاغلي ساسي زیاته کړه چې د لې په نوم د دغه سړک نومول به "د چین د کمونست ګوند د جبر او درواغو او د چین د خلکو د مدنیت ترمنځ یو توپیر وي."

څلور دېرش کلن ډاکټر "لي وینلیانګ" په اول ځل د (WeChat) له لارې خپلو همکارانو ته د کروناویروس په اړه خبرداری ورکړی و. خو څو ورځې وروسته پولیسو هغه وګواښه چې دا خبره پټه پاتې شي او اړ یې کړ چې اعتراف وکړي د کرونا ویروس په اړه یې معلومات غلط وو.

ډاکټر وینلیانګ د جنوري په درېیمه د همدغه ویروس له کبله مړ شو. په ټولنیزو رسنیو کې ځینو کسانو هغه یو اتل بللی دی او د چین له حکومت یې غوښتي چې له هغه بخښنه وغواړي.

په همدې حال کې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو په بیجنګ تور لګولی چې نه یې غوښتل د کرونا ویروس په اړه خلک او نړۍ خبره شي.

دا لومړی ځل نه دی چې په واشنګټن ډي سي کې د چین د سفارت مخې ته د سړک د نوم د بدلولو هڅه کیږي. په ۲۰۱۷ کې د چین د یو لیکوال لیو ژيابو په نوم هم د دغه سړک د نومولو وړاندیز شوی وی. هغه په روغتون کې تر نظارت لاندې مړ شوی و.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ښار کې خپور شو چې دا مهال د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو او سیمو کې پرې څه باندې ۳.۹۵ کسان اخته دي او شاوخوا ۲۷۵زره نور یې له کبله مړه شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG