د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې هرکال ۱۷۰۰ ښځې د تیو سرطان له امله مري


د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۱۷۰۰ ښځې د تیو سرطان له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان لپاره د دغه سازمان استازي ریچارټ پیپر کورن د سې‌شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۷مه) په کابل کې د تیو د سرطان د مخنیوي کمپاین په مراسمو کې وویل، یواځې افغانستان نه، بلکې د نړۍ پرمختللي هیوادونه هم د تیو د سرطان له ناروغۍ سره مخ دي.

خو ښاغلي کورن ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د مخنیوي فُرصتونه شته دي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د تیو سرطان د نورو هیوادونو په پرتله په افغانستان کې ډیرې ښځې له مرګ سره مخ کړي دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د تیو د سرطان د مخنیوي په کمپاین کې وویل، په افغانستان کې په تخمیني ډول هر کال د سرطان شل زره پیښې ثبت کیږي، چې له دې شمیر څخه پنځلس فیصده یې د تیو د سرطان پیښې دي.

ښاغلي فیروز زیاته کړه هر کال په افغانستان کې په تخمیني ډول ۳۵۰۰ ښځې د تیو په سرطان اخته کیږي.

ښاغلي فیروز د تیو د سرطان د مخنیوي له عمده لاملونو څخه یو یې ماشوم ته د تي ورکول یاد کړل او ویې ویل "د تیو د سرطان لاملونه دوه ډوله دي لومړی عامل یې چې جینیتیکي دی نه شي وقایه کیدلی خو دوهم عامل څخه یې مخنیوی کیدی شي د فزیکي فعالیتونو نه کول، ډیر وزن او تر ټولو مهم دلیل یې ماشوم ته د تي نه ورکول دي موږ تل ټینګار کوو چې ماشوم ته له پیله تر زرو ورځو پورې د مور تی ورکړل شي".

د عامې روغتیا وزارت وایي د تیو سرطان د درملنې وړ دی خو په تشخیص کې یې ځنډ د ښځو د مړینې لامل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت وایي په پام کې لري چېتر دوه زره او اتلسم کاله پورې د تیو د سرطان د درملنې یو مجهز روغتون جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG