د لاس رسي وړ اتصالات

نیوزیلنډ کې پر جوماتونو بریدکونکی په عمري بند محکوم شو


اسټرالیايي وسله وال برنټون ترنټ ته د پنجشنبې په ورځ د سزا د بخښنې له امکان څخه پرته د عمري بند سزا ورکړل شوه
اسټرالیايي وسله وال برنټون ترنټ ته د پنجشنبې په ورځ د سزا د بخښنې له امکان څخه پرته د عمري بند سزا ورکړل شوه

برنټون هاریسن ترنت استرالیايي، چې د نیوزیلنډ د کرایسټ په ښار کې یې په دوو جوماتونو کې په ډزو ۵۱ لمونځ کوونکي وژلي وو، دپنجشنبې په ورځ اګست ۲۷ (سنبلې ۶) د سزا د بخښنې له امکان پرته په عمري بند محکوم شو.

قاضي پر ۲۹ کلن اسټرالیايي وسله وال برنټون هاریسن ترنت باندې د نیوزیلنډ د هیواد په قوانینونو کې تر ټولو جګه موجوده سزا ولګوله. دا لومړي ځل دی چې په دغه هیواد کې یو مجرم ته دغه ډول سزا ورکول کیږي.

قاضي کامرون مانډر د سزا د اورولو پر مهال وویل، چې ترنت جرمونه دومره ستر دي، چې په زندان کې عمري بند ورته کافي نه دی او زیاته یې کړه، چې هغه ډیر کسان د شیطاني مفکوري د لرلو له امله کړولي دي.

قاضي مانډر وویل: "ستا اقدامات غیر انساني وو". "تا یو درې کلن ماشوم، چې د خپل پلار په زنګون یې تکیه کړې وه هم وواژه".

د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ په میاشت په دغه برید کې هغه لمونځ کوونکي په نښه شو، چې د النور او لینووډ په جوماتونو کې یې لمونځ ادا کوه.

دغه برید ټول نیوزیلنډ ته ټکان ورکړ او د نیمه اتومات وسلو د ګرځولو د بندیز د نوو قوانینو وضع کول یې وهڅول.

همداشان د بریدګر له خوا د فیسبوک په پاڼه په ژوندۍ بڼه د خپل برید بهیر خپریدلو د ټولنیزو رسنیو په پروتکول کې د بدلون لپاره په نړیواله کچه هڅې پیاوړې کړې.

د څلور ورځو د محاکمې په بهیر کې۹۰ تنو، چې د برید څخه بچ شوي او د کورنیو غړي په کې شامل وو، د بریدونو د وحشت او د لیدلو روحي زیانونو ، چې لا یې هم احساسوي په باب خپلې کیسې ثبت کړي.

ځینو په لوړ اواز ژړل او بریدګر ته یې ګوته ونیوله، نورو ځناور , بزدل او موګک وباله او نورو بیا د قران کریم ایتونه ولوستل او په عربي یې هغه ته خطاب وکړ يو شمیر په نرمه ژبه بریدګر ته وویل، چې دوی یې بخښي.

دمخه ترنت خپل مدافع وکیل برطرفه کړی و. هغه قاضي ته وویل، چې هیله نلري، چې په محکمه کې خبرې وکړي.

محمکې بل مدافع وکیل وټاکه، نوي مدافع وکیل قاضي ته وویل، چې بریدګرترنت د محکمې له خوا د سزا د بخښنې له امکان څخه پرته په عمري بندسزا د حکم سره مخالفت نلري.

بریدګر ترنت مارچ په میاشت کې د ۵۱ لمونځ کوونکو پر وژلو ګنهکار ګڼل شوی وو.

د دغې قضیې څارنوال محکمې ته وویل، چې بریدګر ترنت النور جومات باندې د برید وړاندې د کوچنې ډرون پواسطه د خپل برید لپاره پلان ترتیب کړی وو.

هغه سره د برید پر مهال شپږ ټوپک او دوه "اې ار ۱۵" اتومات ټوپکونه وو.

څارنوال محکمې ته وویل، چې بریدګر ترنت څومره کسان یې، چې وژلی شوو د هغوی د وژلو نیت درلود.

د محکمې پر مهال بریدګر ترنت د نیولو دمخه حالت پرتله یو څه ډنګر شوی وو. هغه ډیر احساسات هم د محکمې پر مهال ونه ښودل

XS
SM
MD
LG