د بریتانیې حکومت دوشنبه ډسمبر ۴ (لیندۍ۱۳) دې هیواد ته د قانوني کډوالۍ کمولو لپاره د نویو اقداماتو اعلان وکړ.
څه باندې ۱۰ کاله کیږي چې پدې هیواد کې قانوني کډوالي په سیاسي ډګر کې په یو مهم بحث بدله شوې او د صدراعظم ریشي سوناک په حکومت فشار ډیر شوی چې د دې ډول کډوالۍ چاره وکړي.
سره لدې چې د ښاغلي سوناک حکومت ژمنه کړې چې د دې ستونزې چاره به کوي خو د سوداګرۍ او کاروباریانو اتحادیو د صدراعظم تازه اقدامات غیر ګټور بللي او وایي چې د خصوصي سکتور او دولتي روغتیایي خدماتو لپاره به ستونزې ډیرې کړي ځکه دواړه یې وار د مخه د کار کوونکو د کمښت سره مخ دي.
د قانوني کډوالۍ اړوندو خپاره شویو ارقامو کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې دې هیواد ته ۷۴۵۰۰۰ کډوال ورغلي چې ساری نلري او د هماغې نیټې راپدیخوا د کډوالو همدا ډیر شمیر ورتګ ادامه لري.
ډیری دا کډوال د هند، نایجریا، چین او اروپایي اتحادیې هیوادونو څخه بریتانیا ته ورځي.
د بریتانیې د کورنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي ویلي چې د نویو اقداماتو له کبله به د دې کډوالو شمیر کې ۳۰۰۰۰۰ کموالی راشي.
د بریتانیې حکومت د قانوني کډوالو د کموالي تر څنګ کوښښ کوي دې هیواد ته په غیر قانوني توګه ورغلي کډوال، روانډا ته واستوي خو یوې محکمې د حکومت دا کړنه غیر قانونې بللې ده.
ښاغلي سوناک د نویو اقداماتو په هکله وویل، " کډوالي ډیره لوړه ده. مونږ یې نن د کموالي لپاره جدي اقدامات کوو".
د کورنیو چارو وزیر له خولې ویل شوي چې د نویو اقداماتو له مخې د بهرنیو مسلکي کار کوونکو لپاره به حد اقل تنخوا ۳۸۷۰۰ پونډو ته لوړه شي چې اوس مهال ۲۶۲۰۰ ده.
وزارت ویلي چې د روغتیایي او ټولنیزو چارو کار کوونکي پدې نویو اقداماتو کې ندي شامل.
همدارنګه هغوي چې په روغتیایي برخو کې د کار کولو لپاره د نورو هیوادونو څخه بریتانیا ته ورځي، نشي کولی چې پخپلو ویزو کې د کورنۍ غړي هم د ځانونو سره یوسي.
د کډوالو لپاره د روغتیایي خدماتو څخه کار اخیستل به هم د دې کډوالو لپاره ۶۶ په سلو کې لوړ شوي او د کورنیو ویزو اخیستو لپاره د حد اقل عاید اندازه هم لوړه شوې.
دا چې بریتانیا په ۲۰۲۰ کال کې د اروپایي اتحادیې څخه بیله شوه او د اروپایي هیوادونو څخه د خلکو تګ راتګ ورته کم شو، د کاروباریانو لپاره یې د کار کوونکو استخدام کولو شرایط سخت کړي. د کاروبار خاوندان ټینګار کوي چې نوي اقدامات به یې د کار کولو شرایط لا سخت کړي.
فورم \ دبحث خونه