برېټانیا او فرانسې د پنجشنبې په ورځ [اپرېل ۲۳مه] د څه باندې ۳۰ هېوادونو د پوځي پلان جوړوونکو څخه غوښتي چې د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره عملي لارې چارې ومومي.
د پلان جوړونې دغه غونډه لندن ته څېرمه په نورت ووډ کې د برېټانیا په دایمي ګډې قوماندانۍ کې جوړه شوې او دا یې دویمه ورځ ده چې روانه ده.
د برېټانیا د دفاع وزیر جان هېلي او د فرانسې د دفاع وزیرې کترېن واوترېن پلان جوړونکو ته دنده سپارلې چې ډېپلوماتیکه اجماع په یوه همغږي پوځي پلان بدله کړي چې د هرمز په ستراټيژيک تنګي کې د کښتیو ازاد تګ راتګ خوندي کړي.
په یوې ګډې اعلامیې کې چې د برېټانیا د دفاع وزارت لخوا خپره شوې، د برېټانیا او فرانسې د دفاع وزیرانو ویلي: "عمل ته د ډېپلوماتیکو هڅو بدلول د متحدو هېوادونو او شریکانو لخوا ځېرک پلان کولو، واضح بحث او کلکې ژمنې ته اړتیا لري."
د برېټانیا د دفاع وزیر تر غونډې مخکې وویل: "نړیواله سوداګري، د انرژۍ امنیت او د نړیوال اقتصاد ثبات په ازاد تګ راتګ پورې تړلی دی." هیلي زیاته کړې: "په خپلې ګډې موخې تمرکز، د ګڼو هېوادونو د همغږۍ پیاوړي کول او د اغېزناک ګډ عمل لپاره پلان جوړول د هرمز تنګي د پرانېستلو سره مرسته کوي، نړیوال اقتصاد باثباته کوي او زموږ خلک خوندي کوي."
د برېټانیا په کوربتوب غونډه په پاریس کې د اپرېل د ۱۷مې نېټې له غونډې وروسته رابلل شوې چې ۵۱ هېوادونو په کې ومنله چې د باثباته اوربند تر رامنځته کېدو وروسته، به د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره څو ملیتي دفاعي ماموریت، د سوداګریزو کښتیو د چلوونکو بیمه کول او د ماینونو د پاکولو عملیات ترسره کړي.
تر لسو زیاتو هېوادونو واردمخه لېوالتیا ښودلې چې ددې ماموریت لپاره پوځي تجهیزات برابر کړي.
چارواکي وايي چې د لندن په غونډه کې په پوځي وړتیاو، د سوق او ادارې مرکز په ترتیبولو او سیمې ته د پوځیانو د احتمالي استولو په موضوع ګانو بحث کېږي.
د فبرورۍ په ۲۸مه د متحدو ایالتونو او اسرائیل د بریدونو د پیل کېدو نه وروسته، ایران د هرمز تنګی تړلی دی. روان خنډ او ځنډ د سمندر له لارې د تېلو یو په پنځمه برخه لېږد رالېږد ټکنی کړی د تېلو بیې یې لوړې کړې او د کورنیو لګښتونه يي زیات کړي دي.
فورم \ دبحث خونه