د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا پاچا د سپټمبر ۱۱ د بریدونو قربانیانو ته درناوی وکړ

پاچا چارلس او ملکې کامیلا په نیویارک کې د ۱۱سپتمبر د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو په څلي ګلان کېښودل.
پاچا چارلس او ملکې کامیلا په نیویارک کې د ۱۱سپتمبر د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو په څلي ګلان کېښودل.

د بریتانیا پاچا چارلس او ملکه کامیلا امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې، د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۹مه) نیویارک ته ولاړل او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو قربانیانو ته یې درناوی وکړ.

پاچا چارلس او ملکه کامیلا د قربانیانو په څلي د ګلانو ګیډۍ کېښودله او د قربانیانو د کورنیو له غړو سره یې ولیدل.

په هغه یادښت کې چې له ګلانو سره ایښودل شوی و، لیکل شوي: "موږ د هغو ټولو کسانو یاد او خاطرې ته درناوی کوو چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مه کې په غمجنه توګه ووژل شول، او د داسې ژور زیان په وړاندې د امریکا له خلکو سره په دوامداره توګه ولاړ یو."

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د القاعدې ترهګرې ډلې غړو الوتکې وتښتولې او د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز او د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) له ودانیو سره یې وجنګولې. یوه الوتکه د پنسلوانیا ایالت دښته کې ولوېده. د دغو بریدونو له امله نږدې درې زره کسان ووژل شول چې اکثره یې په نیویارک کې وو.

تر دې وروسته پاچا چارلس د نیویارک ښار هارلم سیمې ته ولاړ او له یوه ټولنیز سازمان سره یې ولیدل چې د ماشومانو لپاره د ښاري کرنې یو پروګرام یې طرحه کړی.

د نیویارک له سفر وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په شپه ناوخته د بریتانیا پاچا او ملکې کامیلا ته په سپینه ماڼۍ کې د ماښام مېلمستیا کوربه و.

د امریکا ولسمشر وویل چې دواړه هېوادونه "د کمونیزم، فاشیزم او استبداد پر وړاندې متحد، ټینګ او بریالي ولاړ دي."

ډونالډ ټرمپ وویل: "زموږ ملګرتیا ارزښتناکه ده، یو ابدي تړاو او د اتلولۍ او بې ساري مهارت یوه ریښتینې کیسه ده."

پاچا چارلس له مېلمستیا مخکې، د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته وینا کړې وه او په سپینه ماڼۍ کې یې له ولسمشر ټرمپ سره لیدلي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG